خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/10/09 0:0کد خبر: 8090

ناټو دې د ملی دفاع په وزارت کې د اختلاس د تور په اړه اسناد وړاندې کړی

ناټو دې د ملی دفاع په وزارت کې د اختلاس د تور په اړه اسناد وړاندې کړی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په عدلی او قضایی ناسته کې پرېکړه وشوه،چې ناټو دې د ملی دفاع وزارت د پخوانیو مسوولینو د اختلاس د قضیې د تور په اړه ، لوى څارنوالۍ ته اسناد وړاندې کړی. په یاده ناسته کې چې تېره ورځ د هیواد د ولسمشرحامدکرزی په مشرۍ جوړه شوه د ملی دفاع وزارت د پخوانیو مسوولینو د تورن کېدو په اړه خبرې وشوې. د ولسمشرۍ له مطبوعاتی دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ تراوسه د سردار محمد داوود خان روغتون په پخوانۍ رهبرۍ او د ملی دفاع وزارت پر هوایی قوماندانۍ، په فساد د تورن کېدو په اړه اسناد او یا شواهد نه دی وړاندې کړی. څه موده مخکې نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ د معلوماتو په اساس ، په سردار محمدداوود خان روغتون کې د 42میلیونه ډالرو په ارزښت د اختلاس راپور خپور کړى و. خبرپاڼه زیاتوی،په دې اړوند په پرونۍ ناسته کې چې په کې قاضی القضات او د سترې محکمې سرپرست، د ملی دفاع او عدلیې وزیرانو،د ملی امنیت سلاکار، لوى څارنوال،د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې رییس،د جمهوری ریاست حقوقی سلاکار او د څارنې او نظارت رییس ګډون درلود، پر نورو دوسیو د بحث ترڅنګ، د د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې د پخوانۍ رهبرۍ او د هوایی ځواکونو د قوماندانۍ له لوری د اختلاس پر دوسیې هم خبرې وشوې. عدلیی او قضایی جلسې هغه تورونه ، چې په دې اړه په افغانستان کې د ناټو د اړوندو څانګو له لوری لکېدلی ، تر څېړنې لاندې ونیول. د جمهوری ریاست خبرپاڼه لیکی،چې د قضیې ترڅېړنې وروسته،جلسه دې پایلې ته ورسېده ،چې د یادو ادارو پر مسوولینو د ناټو د قوماندانۍ له لوری د فساد د تور په اړه اسناد وجود نلری. په پایله کې پرېکړه وشوه،څو موضوع په جدی توګه د ناټو له قوماندانۍ سره وڅېړل شی،چې که چیرې په دې اړه اسناد اویا شواهد موجود وی، هغه دې د هیواد لویې څارنوالۍ ته وسپاری، څو د قضیې د څېړلو په اړه قانونی کړنې ترسره شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.