خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ناټو دې د ملی دفاع په وزارت کې د اختلاس د تور په اړه اسناد وړاندې کړی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
په عدلی او قضایی ناسته کې پرېکړه وشوه،چې ناټو دې د ملی دفاع وزارت د پخوانیو مسوولینو د اختلاس د قضیې د تور په اړه ، لوى څارنوالۍ ته اسناد وړاندې کړی.
په یاده ناسته کې چې تېره ورځ د هیواد د ولسمشرحامدکرزی په مشرۍ جوړه شوه د ملی دفاع وزارت د پخوانیو مسوولینو د تورن کېدو په اړه خبرې وشوې.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتی دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ تراوسه د سردار محمد داوود خان روغتون په پخوانۍ رهبرۍ او د ملی دفاع وزارت پر هوایی قوماندانۍ، په فساد د تورن کېدو په اړه اسناد او یا شواهد نه دی وړاندې کړی.
څه موده مخکې نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د ناټو قوماندانۍ د معلوماتو په اساس ، په سردار محمدداوود خان روغتون کې د 42میلیونه ډالرو په ارزښت د اختلاس راپور خپور کړى و.
خبرپاڼه زیاتوی،په دې اړوند په پرونۍ ناسته کې چې په کې قاضی القضات او د سترې محکمې سرپرست، د ملی دفاع او عدلیې وزیرانو،د ملی امنیت سلاکار، لوى څارنوال،د اداری فساد پر وړاندې د مبارزې رییس،د جمهوری ریاست حقوقی سلاکار او د څارنې او نظارت رییس ګډون درلود، پر نورو دوسیو د بحث ترڅنګ، د د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې د پخوانۍ رهبرۍ او د هوایی ځواکونو د قوماندانۍ له لوری د اختلاس پر دوسیې هم خبرې وشوې.
عدلیی او قضایی جلسې هغه تورونه ، چې په دې اړه په افغانستان کې د ناټو د اړوندو څانګو له لوری لکېدلی ، تر څېړنې لاندې ونیول.
د جمهوری ریاست خبرپاڼه لیکی،چې د قضیې ترڅېړنې وروسته،جلسه دې پایلې ته ورسېده ،چې د یادو ادارو پر مسوولینو د ناټو د قوماندانۍ له لوری د فساد د تور په اړه اسناد وجود نلری.
په پایله کې پرېکړه وشوه،څو موضوع په جدی توګه د ناټو له قوماندانۍ سره وڅېړل شی،چې که چیرې په دې اړه اسناد اویا شواهد موجود وی، هغه دې د هیواد لویې څارنوالۍ ته وسپاری، څو د قضیې د څېړلو په اړه قانونی کړنې ترسره شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.