خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
څلور کاله وروسته به افغانستان د تېلو له پلوه پر ځان بسیا هېواد وی

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
تر 1394 کال پورې به افغانستان نه یواځې د تېلو له پلوه پرځان بسیا هېواد وی، بلکې بهرنیو هېوادونو ته به هم د تېلو صادرات ولری.
دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزیر وحیدالله شهرانی د مرغومی په 11مه، پژواک خبری اژانس ته وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان په کال کې څه باندې 3 میلیونه ټنه تېلو ته اړتیا لری.
شهرانی، د امو سیند د نفتی حوزې د استخراج او اکتشاف تړون د تېلو له پلوه د افغانستان د پر ځان بسیا کېدو لپاره یو ستر ګام وباله.
د دې پروژې تړون د روانې میاشتې (مرغومی) په 7مه، د چین د نفتو ملی شرکت (CNCP) سره لاسلیک شوى دى.
د شهرانی په وینا، په پام کې ده چې یاد شوى شرکت د روان زېږدیز کال تر پایه د امو سیند له حوزې څخه، چې 87 میلیونه بېرله نفت په کې اټکل شوی دی، استخراج پېل کړی.
د ده په وینا، د شوی تړون له مخې به د چین د نفتو ملی شرکت له استخراج شویو نفتو څخه 15 سلنه حق الامتیاز او د پروژې له ترلاسه شوې ګټې څخه به 20 سلنه مالیه افغان دولت ته ورکوی.
دغه راز ده وویل، چې یاد شوى شرکت به د افغانستان دولت ته پر یاده شوې مالیې او حق الامتیاز سربېره د پروژې د خالصې ګټې 70 سلنه هم افغان حکومت ته ورکوی.
هغه زیاته کړه، چې په لومړیو پنځو کلونو کې له دې حوزې څخه استخراج کېدونکی نفت د افغانستان اړتیا نه شی پوره کولى؛ خو د تېلو له پلوه د پر ځان بسیا کېدو په موخه دغه وزارت نورې پروژې هم تر لاس لاندې لری.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کانونو وزارت په پام کې لری چې د روان کال په پاى کې په هېواد کې له شته نفتی حوزو څخه د یوې سترې حوزې (افغان تاجک) څلور بلاکونه نړیوالو پانګه والو ته وروپېژنی.
دغه بلاکونو د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف او حیرتان ښار او جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې موقعیت لری.
شهرانی په دې حوزه کې د نفتو د کچې په اړه کره شمېره وړاندې نه کړه؛ خو ویې ویل چې د افغان تاجک نفتی حوزه د امو سیند له نفتی حوزې څخه زیات نفت لری.
د ده په وینا، د کانونو وزارت هڅه کوی چې د افغان تاجک د نفتی حوزې یاد شوی بلاکونه د 1391 کال په لومړیو کې نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې کړی.
ده زیاته کړه، په پام کې ده چې د 1391 کال په دوبی کې په هرات کې د (تیرپل) په نوم د نفتو حوزه هم نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې شی.
هغه زیاته کړه: ((موږ غواړو چې تر 1393 کال پورې په دغه دوو نفتی حوزو کې هم استخراج عملاً پیل شی.))
ده وویل، چې د نفتی یادو شویو درېیو حوزو د نفتو په استخراج سره به تر 1394 کال پورې د افغانستان د تېلو اړتیا له کورنیو تولیداتو پوره شی او ترڅنګ به یې د پام وړ د نفتو صادرات هم ولری.
خو هغه ونه ویل، چې افغانستان به تر 1394 کال پورې څومره د تېلو صادرات ولری.
د ده په وینا، په پام کې ده چې تر دې وروسته د هېواد نورې تثبیت شوې نفتی حوزې (په هرات کې د کشکه نفتی حوزه، د کټواز نفتی حوزه او د هلمند نفتی حوزه) هم نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې شی.
باید وویل شی، چې افغانستان خپل د اړتیا وړ تېل له نورو هېوادونو واردوی او دا چې دغه تېل له ګاونډیو هېوادونو واردېږی او یا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه تېرېږی؛ نو کله ناکله په دې برخه کې ستونزې رامنځ ته کېږی، چې د تېلو په بیه ناوړه اغېز کوی.
یوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تریلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.