خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کابل کې یوې چاودنې 3 تنه ټپیان کړل

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د کابل ښار د یوولسمې حوزې اړوند سیمه کې د یوې مرمۍ د چاودنې له امله 3 تنه ټپیان شول.
د کابل ښار د یوولسمې امنیتی حوزې آمر فاروق حساس کلید ته وویل، چې نن سهار شاوخوا 6 بجې یوه ( اګه اېس) ډوله مرمۍ هغه مهال وچاودېده، چې یو شمېر ځوانان د والیبال د میدان پر هوارولو بوخت وو، چې په وینا یې، چاودنه کې درې تنه ټپیان شول.
نوموړی زیاته کړه، ټپیان ډېر ژر افغان روغتون ته ولېږدول شول او اوس یې روغتیایی حالت ښه دى.
د کابل د 2لمبر ولایتی زون قوماندان د څرګندونو پربنسټ، دغه پېښه د مولانا سیدخېل، چې یو جهادی قوماندان دى، د کور مخې ته شوې ده .
هغه وویل، چې یاده شوې مرمۍ له پخوا څخه په سیمه کې پاتې وه او په دې اړه پلټنې پیل شوې دی.
خو په سیمه کې د پېښې عینی شاهدانو کلید ته وویل، چې په دې پېښه کې څلور تنه ټپیان شوی دی.
چاودنه په داسې حال کې وشوه، چې ټاکل شوې ده، نن په کابل کې یو نړیوال کنفرانس جوړ شی، چې پکې به د70 هېوادونو استازی ګډون ولری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.