خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/10/22 0:0کد خبر: 8309

طالبان: له نړیوالو سره د خبرو ترڅنګ وسلوالې مبارزې ته هم ادامه ورکوو

طالبان: له نړیوالو سره د خبرو ترڅنګ وسلوالې مبارزې ته هم ادامه ورکوو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

وسلوال طالبان وایی،چې له نړیوالو سره د((افهام او تفهیم)) ترڅنګ خپلې وسلوالې مبارزې ته هم ادامه ورکوی. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوی، چې د وسلوالو طالبانو دیوه ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا د مرغومی په 22مه پژواک خبری اژانس ته رالېږل شوې ده. سرچینې زیاته کړه، چې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې طالبان د اسلامی نظام او له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وېستلو په موخه پر مبارزه بوخت دی. طالبانو دغه راز په دې خبرپاڼه کې ویلی، چې د همدې موخې د ترلاسه کولو او په هېواد کې د سولې او ثبات د راوستلو په منظور یې په دې وروستیو کې سیاسی هلې ځلې زیاتې کړی، تر څو د اوسنۍ قضیې د حل په مقصد له نړیوالې ټولنې سره افهام او تفهیم ترسره کړی. خو په خبرپاڼه کې راغلی، چې دغه تفاهم له مبارزې د لاس اخیستو په مانا نه دى او نه د کابل د ادارې د اساسی قانون په منلو پورې تړلی، بلکې طالبان به د نظامی شتون او جهاد ترڅنګ له سیاسی تحرک څخه هم کار اخلی. وسلوالو طالبانو د دې خبرپاڼې له لارې له رسنیو غوښتی، چې په دې ډول مسایلو کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلی او هر هغه خبر، چې په طالبانو پورې اړونده وی، باید له اړوند مراجعو څخه له تایید وروسته خپور کړی. د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو او په قطر کې د دوى د دفتر پرانېستلو په اړه راپورونه خپاره شوی دی، خو رسمی تایید شوی نه وو. خو تېره اونۍ وسلوالو طالبانو په رسمی توګه تایید کړه، چې له نړیوالې ټولنې سره یې د افهام او تفهیم په موخه خبرې پیل کړی او په قطر کې د دفتر پرانېستلو ته یې هم چمتووالى ښودلى دى. ولسمشر حامد کرزی هم له خبرو اترو مخکې د اوربند غوښتنه کړې ده. خو د سیاسی چارو کار پوه وحید مژده وایی، چې اوس د سولې په اړه خبرې په خپل لومړی پړاو کې دی او د اوربند خبره نه ده مطرح شوې. مژده وویل: ((کله چې اوربند ته خبره ورسېږی، نو دا په دې مانا شوه، چې د سولې خبرې پر مخ ځی او سوله به ټینګېږی.))
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.