خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/10/27 0:0کد خبر: 8359

په هرات کې د لیتیوم کان نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې کېږی

په هرات کې د لیتیوم کان نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې کېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د وزیرانو شورا له خوا د نادرو معدنی توکو د سپړلو او اکتشاف د تګلارې تر تصویب وروسته به لومړى په هرات کې د لیتیوم کان نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې شی. د افغانستان د کانونو وزارت ویاند جواد عمر نن پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د دې تګلارې مسوده شاوخوا دوه نیمې اونۍ مخکې بشپړه شوې او په نږدې ورځو کې به د وزیرانو شورا ته وړاندې شی. هغه وویل، چې په دې مسوده کې د هېواد ګټو ته په پام سره د یادو کانونو د اقتصادی اړخ تر څنګ امنیتی اړخ هم په پام کې نیول شوى دى. خو عمر وویل، تر هغه چې دغه مسوده د وزیرانو شورا له خوا تصویب شوې نه وی، دى یې په اړه نور معلومات نه شی ورکولاى. هغه وایی، چې نړیوالې داوطلبۍ ته د وړاندې کېدو په موخه د هرات د یاد شوی کان د ځانګړنو اړین اسناد برابر شوی دی. د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په هرات، غزنی، بدخشان، هلمند، نیمروز، نورستان او کونړ ولایتونو کې لیتیوم، یورانیوم، نیوبیوم،کوبالت، بریلیوم، مولیبدنیوم او ځینې نور نادره معدنی توکی شتون لری. لیتیوم یو ډول نرم فلز دى، چې په طبابت او د الوتکو، بټریو او د حرارت په مقابل کې د مقاومې ښیښې په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږی. له کوبالت څخه د قیمتی زیوراتو او کلکو فلزاتو په جوړولو، له یوارنیمو څخه د هستوی وسلو په جوړولو او د انرژۍ په تولید،له نیوبیوم څخه دکلکو فولادو،پایپ لاینونو،جېټ الوتکو د ماشینونو او ځینو نورو شیانو په جوړښت کې کار اخیستل کېږی. له مولیبدونیوم څه د فولادو په جوړولو او نفتو په تصفیه او له بریلیوم څخه د الوتکو او راکټونو په جوړولو او اتومی انرژۍ کې کار اخیستل کېږی. یوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تریلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه، لکه د سرو زرو، مسو، اوسپنې، نفتو او نور شتون لری. تر اوسه له دغو کانونو څخه د لوګر د عینک د مسو کان او د امو سیند د نفتی حوزې د اکتشاف او استخراج تړونونه له چینایی کمپینو سره شوی او مقدماتی چارې یې روانې دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.