بېرته
په هرات کې د لیتیوم کان نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې کېږی
د خپرېدو نېټه: 1390/10/27 0:0د خبر شمېره: 8359سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د وزیرانو شورا له خوا د نادرو معدنی توکو د سپړلو او اکتشاف د تګلارې تر تصویب وروسته به لومړى په هرات کې د لیتیوم کان نړیوالې داوطلبۍ ته وړاندې شی.
د افغانستان د کانونو وزارت ویاند جواد عمر نن پژواک خبری اژانس ته وویل، چې د دې تګلارې مسوده شاوخوا دوه نیمې اونۍ مخکې بشپړه شوې او په نږدې ورځو کې به د وزیرانو شورا ته وړاندې شی.
هغه وویل، چې په دې مسوده کې د هېواد ګټو ته په پام سره د یادو کانونو د اقتصادی اړخ تر څنګ امنیتی اړخ هم په پام کې نیول شوى دى.
خو عمر وویل، تر هغه چې دغه مسوده د وزیرانو شورا له خوا تصویب شوې نه وی، دى یې په اړه نور معلومات نه شی ورکولاى.
هغه وایی، چې نړیوالې داوطلبۍ ته د وړاندې کېدو په موخه د هرات د یاد شوی کان د ځانګړنو اړین اسناد برابر شوی دی.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په هرات، غزنی، بدخشان، هلمند، نیمروز، نورستان او کونړ ولایتونو کې لیتیوم، یورانیوم، نیوبیوم،کوبالت، بریلیوم، مولیبدنیوم او ځینې نور نادره معدنی توکی شتون لری.
لیتیوم یو ډول نرم فلز دى، چې په طبابت او د الوتکو، بټریو او د حرارت په مقابل کې د مقاومې ښیښې په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږی.
له کوبالت څخه د قیمتی زیوراتو او کلکو فلزاتو په جوړولو، له یوارنیمو څخه د هستوی وسلو په جوړولو او د انرژۍ په تولید،له نیوبیوم څخه دکلکو فولادو،پایپ لاینونو،جېټ الوتکو د ماشینونو او ځینو نورو شیانو په جوړښت کې کار اخیستل کېږی.
له مولیبدونیوم څه د فولادو په جوړولو او نفتو په تصفیه او له بریلیوم څخه د الوتکو او راکټونو په جوړولو او اتومی انرژۍ کې کار اخیستل کېږی.
یوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تریلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه، لکه د سرو زرو، مسو، اوسپنې، نفتو او نور شتون لری.
تر اوسه له دغو کانونو څخه د لوګر د عینک د مسو کان او د امو سیند د نفتی حوزې د اکتشاف او استخراج تړونونه له چینایی کمپینو سره شوی او مقدماتی چارې یې روانې دی.