خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ننګرهار کې ګډو ځواکونو عملیات ترسره کړل

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې تېره شپه افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ عملیات کړی، چې د دوى په ویناد دولت پینځه وسله وال مخالفین یې پکې وژلی او پینځه نور یې له سلګونه وسلو او مهماتو سره نیول دی.
د ننګرهار د والی ویاند احمدضیاعبدالزی کلید ته وویل، چې عملیات د خوګیاڼو د وزیرو په ناصرغونډۍ کې شوی، چې د ده په ویناوژل شویو کې یې د دولت د مخالفینو یو مهم قومندان هم شامل دى.
عبدالزى، چې عملیات د کره معلوماتو له مخې شوی ګڼی، وایی وژل شویو او نیول شویو کسانو د ننګرهار په وروستیو ناامنیو کې لاس درلود، چې ترې د ګڼو وسلو او مهماتو ترڅنګ د ناچاوده توکیو او د ملی اردو د سرتېرو د څلویښت هویت کارتونه نیول شوی.
د ننګرهار د والی ویاند د ملی امنیت ادارې لخوا د دې ولایت د وروستیو ناامنیو په تور د دوه تنو نورو د نیونې خبر هم ورکوی.
په ختیځ کې د ایساف مطبوعاتی ادارې بیا کلید ته د عبدالزی د نورو خبرو په تایید سره وویل، چې عملیات په خوګیاڼو ولسوالۍ نه بلکې په شېرزادو ولسوالۍ کې شوی.
د وسله والوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ناڅرګند ځایه کلید ته په ټلیفون د پورته سرچینو برعکس وویل، چې د تېرې شپې عملیات د سره رود ولسوالۍ پرټننګ سیمې شوی، چې پکې د درېیو وسله والو طالبانو ترڅنګ دوه ولسی وګړی وژل شوی او یو شمېر نور ولسی وګړی نیول شوی.
د خوګیاڼو یو شمېر استوګنو بیا پرته له دې، چې د وژل شویو او نیول شوو د هویت په اړه څه وایی، کلید ته وویل، چې عملیات د دوى ولسوالۍ کې شوی، چې دوى پکې د بهرنیو ځواکونو پر شتون نیوکه لری.
ننګرهار، چې وروستیو ناامنیو یې د دې ولایت ګڼ خلک اندېښمن کړی وو،دا یې د دې ناامنیو په ترڅ کې د دولت پلوو ځواکونو تر ټولو ستر عملیات دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.