خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
حکومت د بریټانوی سرتېرو له خوا افغان ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه وغندله

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د افغانستان حکومت د بریټانوی ځواکونو له خوا له افغان ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه په کلکه غندلې او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړې ده.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼې کې چې نن (د مرغومی 28مه) د جمهوری ریاست د مطبوعاتی له خوا پژواک ته رالېږل شوې، څرګند شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلی دی، چې د افغانستان حکومت د هغه خپور شوی خبر په اړه سخت خواشینى شوى، چې دوه بریټانوی سرتېری افغان ماشومان هڅولی دی، ترڅو د دوو سرتېرو بدن لمس کړی.
د خبرپاڼې له مخې، راپورونه ښیی چې دوو بریټانوی سرتېرو، یو افغان هلک او یوه 10 کلنه نجلۍ دې ته هڅولی، ترڅو د دوو سرتېرو بدن لمس کړی او وروسته یې د دغه کار وېډیو نورو سرتېرو ته ښودلې ده.
خبرپاڼې د یادې شوې پېښې کره وخت او ځاى په ډاګه کړى نه دى، خو ویلی دی، چې افغان حکومت د بریټانوی سرتېرو دغه ناوړه عمل په کلکه غندی او هغه یې له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه او له انسانی اخلاقو څخه لرې عمل بولی.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې وروستیو کې په افغانستان د مېشتو بهرنیو سرتېرو له خوا دا ډول ناوړه پېښې زیاتې شوې دی، چې دا ډول کارونه د بهرنیو ځواکونو او خلکو ترمنځ د باور او همکاریو د کمزورتیا لامل ګرځی.
په خبرپاڼه کې افغان حکومت د بریټانیا له حکومت څخه غوښتی، ترڅو په دې اړه جدی څېړنې وکړی او یاد شوی دوه سرتېری دې مجازات کړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.