خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/10/29 0:0کد خبر: 8389

ډاکټر عبدالله: له طالبانو سره خبرې باید په افغانستان کې ترسره شی

ډاکټر عبدالله: له طالبانو سره خبرې باید په افغانستان کې ترسره شی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 5 دقیقه

د ملی ایتلاف مشر په قطر کې له طالبانو سره د خبرو په مخالفت کې وایی چې د پردې ترشاه ددولت او دافغانستان په قضیه کې د ښکېلو هېوادونو معامله د منلو وړ نه ده او له طالبانو سره خبرې باید په افغانستان کې ترسره شی. د ملی ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې نن ( د مرغومی 29مه ) د کابل پوهنتونونو د محصلینو په غونډه کې خبرې کولې ، پر دولت نیوکه وکړه او ویې ویل چې افغان دولت په هېواد کې د سولې راوستلو لپاره کومه ځانګړې طرحه نه لری. نوموړى، چې له 2001 څخه تر 2006 کال پورې د حامد کرزی د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده درلوده ، زیاته یې کړه چې دولت نه د جګړې ددوام وړتیا لری ، نه په هېواد کې د سولې د راوستو او ددولت دغه ناتوانی ددې لامل شوې، چې جګړه دوام پیدا کړی. ډاکټر عبدالله چې د ولسمشرۍ ددویم پړاو ټاکنو ته کاندید هم و ، له طالبانو سره خبرو کې ددولت پر ونډې یې ټینګاروکړ، خو ویې ویل چې دولت یواځینۍ مرجع نده او اوسنى دولت د ټولو خلکو استازیتوب نه کوی، ځکه چې داوسنی نظام په درې واړو پایو کې مشروعیت نشته. د ملی ایتلاف مشر وویل : " افغانان نه ددولت او نه هم د بهرنیو ځواکونو په دریځ کې روښانتیا وینی او د امریکا د ولسمشر مرستیال په ښکاره اعلان وکړ، چې موږ له طالبانو سره دښمنی نه لرو، نو چې دښمنی نه لرئ، نو جګړه د څه لپاره؟ " د ډاکټرعبدالله په وینا، ددولت له وسلوالو مخالفینو سره هر ډول خبرې باید د افغانستان دننه ترسره شی او نړیواله ټولنه کولى شی په دې برخه کې لاره هواره کړی او کوم کسان چې د خبرو لپاره راځی، دهغوى د امنیت لپاره زمینه برابره کړی. هغه ټینګار وکړ: " خبرې باید په افغانستان کې وشی، نه په قطر او نه په هېڅ بل ځاى کې. " د ملی ایتلاف مشر وویل؛ که چیرې له طالبانو سره په قطر کې خبرې وشی، نو افغانستان خلک به ترې ګوښه پاتې شی او خبرې باید په افغانستان کې وشی، څو د افغانستان خلک هم په کې ګډون وکړی. دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر کرزی په قطر کې د طالبانو ددفتر پرانېستلو د راپورونو له خپرېدو وروسته هم ویلی و، چې د طالبانو لپاره باید په افغانستان کې دفتر پرانېستل شی او که چیرې په افغانستان کې شرایط مساعد نه وی، نو ترکیه یا سعودی عربستان ددې دفتر لپاره مناسب ځاى دى. خو ولسمشر وروسته اعلان وکړ، چې دولت په هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره په قطر کې د طالبانو دفتر له پرانېستو سره موافق دى او طالبانو ومنله، چې په قطر کې د خپل دفتر د پرانېستو لپاره یې له هغه هېواد سربېره له یو شمېر نړیوالو لوریو سره تفاهم کړى دى. په دې وروستیو کې په قطر کې د طالبانو ددفتر د خلاصولو په اړه راپورونه خپرېږی، خو دفتر لا تراوسه نه دى پرانېستل شوى. د ملی ایتلاف مشر زیاته کړه چې ددولت یا د افغانستان په قضیه کې د بل کوم ښکېل هېواد له خوا د پردې تر شاه خبرې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی. هغه زیاته کړه؛ له مخالفینو سره د خبرو لپاره باید طالبان یو ځل اعلان وکړی، چې غواړی له افغان دولت سره خبرې وکړی، څو سولې ته سره ورسېږی. هغه وویل ؛ کوم کسان چې د طالبانو لخوا خبرې کوی، تعریف یې باید روښانه وی، چې د چا او له کومې ډلې استازیتوب کوی. ډاکټر عبدالله زیاته کړه : " له مخالفینو سره د خبرو مسئلې نه یو لوبه جوړه شوې او له هغې نه دیوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوى دى. " د ملی ایتلاف د مشر په وینا، افغان دولت په تېرو لسو کلونو کې له ولس سره ژمنې کوی او د سولې هیله ورکوی، خو جنګ ورځ تر بلې سختېږی او مخالفین ، چې غواړی نظام ته د جګړې له لارې سقوط ورکړی، په خپل کار کې غښتلی کېږی. ده وویل چې دهغوى دریځ هم تل پاتې سولې ته رسېدل دی، هغه څه چې اکثریت خلک یې غواړی، باعزته سوله ده او داسې سوله ده ، چې د خلکو حقونه په کې خوندی وی. ډاکټر عبدالله وویل چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون لس کاله تېرېږی؛ خو بیا هم خلک خپل ارمان ته ، چې د سولې ټینګښت او دیوه داسې سیاسی نظام لرل دی، چې خلک په کې ځان شریک وبولی، ندی رسېدلی، خو په دې کې شک نشته ، چې په دې موده کې ځینې کارونه او هڅې هم شوې دی او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راغلی دی. د یادونې ده ، چې د کابل پوهنتونونو د محصلینو په غونډه کې هغوى یو اوه ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر کړ، چې په هغه کې سولې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو ملاتړ شوى، په دې شرط چې روښانه وی او په مشرتابه کې یې ملی شورا ، نړیوالې ټولنې او پوهنتونی حوزې ونډه زیاته وی. د پرېکړه لیک په یوه بله برخه کې راغلی ، چې له طالبانو او د دولت له نورو مخالفو ډلو سره خبرې باید دیوه دیموکراتیک او مدنی چوکاټ په ترڅ کې او د خلکو له ګټو سره سمې ترسره شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.