خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دکابل نړیوال کنفرانس په بری سره پاى ته ورسید

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
دکابل نړیوال کنفرانس دافغانستان داسلامی جمهوریت د جمهوررییس اودملګروملتو دسازمان دسرمنشی په پاى ته رسیدونکو ویناو سره پاى ته ورسید.
دکابل نړیوال کنفرانس دافغانستان داسلامی جمهوریت د جمهوررییس حامدکرزی اودملگروملتو دسازمان دسرمنشی بان کې مون په پاى ته رسیدونکو ویناو سره نن له غرمې وروسته په کابل کې پای ته ورسید.
د جمهوری ریاست دمطبوعاتی دفتر دمعلوماتوله مخې : بریالیتوب ته ددغه نړیوال کنفرانس درسولو اودگټوورو سپارښتونو اوپیشنهادونودوړاندې کولو له امله دکابل نړیوال کنفرانس له برخه والو څخه په مننې سره وویل په نننۍ غونډۀ کې داسی مسلې طرحه شوی چې دافغانستان دثبات دتامینولو اوترقی په وړاندې دبرخه والو دگډدرک اوستراتیژیکی ژمنو څرگندوى وی. دغه راز جمهوررییس په یوه سیاسی چوکاټ کې دروغې جوړې، داقتصادی پراختیا اودافغانستان دبیا جوړونې په لاره کې دافغانستان ددولت له پرووگرامونو سره دنړیوالې ټولنې دملاتړ له امله خوښی څرگنده کړه او ویې ویل له ټولو برخه والو هیوادونو په تیره بیا له اسلامی هیوادونو څخه چې نن یې په یوه غږ دترویزم پرخلاف خپل غږ پورته کړ ، قدردانی کوم.
دهیواد جمهوررییس دغه راز له اداری فسادسره په مبارزی اوپه بیلابیلو برخوکې په اطلاعاتو باندې په ټینګارسره وویل ژمنه کوو چې افغان ځواکونه زیات امنیتی مسوولیت په غاړه و اخلی اوددولت اصلاحی پروګرامونه دوام ومومی . دافغانستان جمهوررییس دخپلو خبرو په دوام په کابل کنفرانس کې دفعال گډون له امله له برخه والو هیوادونو څخه قدردانی وکړه اوله دی امله چې ټولو برخه والو دافغانستان په وړاندې خپلې ژمنې نوی کړی خوښی څرگنده کړه. دغه راز دملگروملتو دسازمان سرمنشی بان کې مون دخبرو په ترڅ کې په بریالیتوب سره دکابل کنفرانس دجوړیدو له امله دهیواد جمهور رییس ته مبارکی وویله او دافغانستان دحکومت اوخلکو دمیلمه پالنې له امله یې قدردانی وکړه .
بان کې مون هغه ویناوى چې په کابل کنفرانس کې وشوی گټوری اوهراړخیزی وبللی او ویې ویل دسه شنبې په ورځ دکابل کنفرانس په پاى کې یوپریکړه لیک تصویب شوچې ددغه کنفرانس هدفونه اونتیجې بیانوی. دغه راز دملګروملتو دسازمان سرمنشی دنړیوالې ټولنې په استازیتوب دافغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې نړیواله ټولنه به دافغانستان دامنیت دتامینولو اوپراختیا په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی. بان کې مون څرگنده کړه دکابل کنفرانس نن پای ته رسیږی خو دکابل بهیر دغه راز دوام لری . دملگروملتو دسازمان سرمنشی په دې بیان سره چې دافغانستان خلک دکابل له کنفرانس څخه لوړې هیلې لرې وویل هیله لرم په هغو ژمنو سره چې دافغانستان دخلکو په وړاندې شوی دی په راتلوونکې کې دیو باثباته اومترقی افغانستان شاهدان و اوسو.

- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.