خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/08 0:0کد خبر: 8515

له انګلستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون نن لاسلیک کېږی

له انګلستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون نن لاسلیک کېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

نن له غرمې وروسته به د ولسمشر حامد کرزى او د انګلستان د لومړی وزیر ډیویډ کامرون تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک شی. دا څرګندونې نن (د سلواغې 8مه) د ولسمشر ویاند ایمل فیضی، له لندن څخه د ټېلېفون پر لیکه پژواک خبری اژانس ته وکړې. هغه وویل، چې کرزى د انګلستان په وخت تېر ماښام لندن ته رسېدلى او نن به د دې هېواد له لومړی وزیر او نورو لوړ پوړو دولتی چارواکو سره وګوری. فیضى وویل چې د افغانستان او انګلستان تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د لاسلیک کېدونکی تړون له مخې به، انګلستان له افغانستان سره په بېلابېلو امنیتی، سیاسی، اقتصادی پراختیا او نورو برخو کې خپلو اوږدمهاله همکاریو ته دوام ورکړی. د هغه په وینا،د دې تړون له مخې،انګلستان غواړی په راتلونکی کې د افغانستان د امنیتی ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې یوه پوځی اکاډمې جوړه کړی او د دې اکاډمۍ محصلین د روزنې لپاره انګلستان ته هم واستوی. فیضى په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې انګلستان به د دې تړون له مخې یو شمېر افغان محصلینو ته تحصیلی بورسونه هم ورکړی او د افغانستان له حکومت سره به په ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو او د ملکی خدمتونو د کیفیت د لوړوالی په برخه کې مرسته وکړی. ولسمشر حامد کرزى تېره اونۍ اروپا ته خپل سفر پیل کړى او تردې مهاله یې له فرانسې او اېټالیا سره د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړی دی. فیضی وویلؤ چې ولسمشر حامد کرزى به له انګستان سره د ستراتیژیک تړون تر لاسیلک وروسته د لندن په وخت نن ماښام بېرته افغانستان وګرځی. هغه اروپا ته د ولسمشر حامد کرزى سفر ګټور او له لاسته راوړنو ډک وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې د دې تړونونو له مخې به تر 2014 کال وروسته هم له افغانستان سره د دې هېوادونو مرستې دوام وکړی. د خپرو شویو خبرونو له مخې، د دغو سندونو له مخې به یاد شوی درې اروپایی هېوادونه له 2014 زېږدیز کال وروسته په افغانستان کې په سیاسی، امنیتی، اقتصادی، له نشه یی توکو سره د مبارزې، د قانون پلی کولو، فرهنګی او رسنیزو همکاریو او د وړتیاوو لوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی. څه موده وړاندې، افغانستان له هند سره هم د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسیلک کړ او د امریکا او افغانستان تر منځ هم د ستراتیژیکو همکاریو د سند پر سر له تېر شاوخوا یو کال راهیسې خبرې روانې دی؛ خو تر اوسه لاسلیک شوى نه دى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان