خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په پاکستان کې جوړ شوی ، شپږ قلمه درمل قرنطین کېږی
زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وایی،چې په پاکستان کې جوړ شوی او په دې وروستیو کې یې په هغه هېواد کې، د شاوخوا سلو کسانو ژوند ته دپاى ټکى کېښود، قرنطین کړې ده.
دا مطلب د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو مرستیالې ډاکټرې نادرې حیات برهانی د سلواغې په 9مه، پژواک خبری اژانس ته بیان کړ.
د راپورونو پربنسټ، له تېرو شاوخوا دریو اونیو راپدېخوا د پاکستان د پنجاب ایالت د یودولتی روغتون له لوری د زړه په ناروغې اخته کسانو لپاره په وړیا ډول درمل ورکړل شوی دی،چې د استفادې په ترڅ کې یې کابو سل کسان مړه شوی دی او څه باندې 200 کسان په روغتونونو کې بستر دی.
د برهانی په وینا، په یادو درملو کې زفنول،کاردیووزین،اسپرین،الفاګریل،ډی کف او کان کان شامل دی ،چې په پاکستان کې د مهمو راجسټر شوو کمپنیو (ایفروز اوفارما، سویس فارما و الفلاح فارما) له خوا تولید شوی دی..
نوموړې وویل،چې دا کمپنۍ معتبرې دی او په راتلونکې کې چې ددې کمپینو درمل هېواد ته راواردېږی ،ددې وزارت له خوا به په کره ډول وڅېړل شی.
سرچینې وویل، سره له دې چې درمل د کیفیت له اړخه سټنډرډ دی ، خو د څېړنو د پایلو تر ښکاره کېدو به ،په پاکستان کې قرنطین وی.
برهانی وویل: (( موږ په پاکستان کې له نړیوال روغتیایی سازمان سره په تماس کې یوو او موږ د مړینې او مصابیت په اړه د ډېرو څېړنو او تحقیقاتو د پایلو په تمه یوو او د نړیوال روغتیایی سازمان له تصمیم څخه وروسته به موږ هم تصمیم ونیسو،چې د خوړلو اجازه ورکړو او که نه.))
دهغې دمالوماتو له مخې، د فارمسی چارو عمومی ریاست ته دنده سپارل شوې ،څو د یادو درملو د نېټې او واردلو په اړه معلومات ورکړی او د روغتیایی قوانینو پر تطبیق دڅار ریاست او په هر ولایت کې روغتیایی ریاست ته دنده ورکړل شوې، چې په هر درملتون کې دې، ددې درملو دشتون په اړه معلومات ترلاسه کړی.
هغه زیاتوې،چې یادو مراجعو ته لارښونه شوې ده ،چې ددې ډول درملو د شتون په صورت کې دې ، یاد درمل په موقت ډول ترهغه مهاله په اړوندو درملتونونوکې قرنطین کړی،څو چې په پاکستان کې څېړنې پاى ومومی او دعامې روغتیا وزارت د ارزونو تر بشپړیدو دې، دیادو درملو له خوړولو څخه مخنیوى وشی.
ډاکټره برهانی وایی،چې هر کال له پاکستان څخه افغانستان ته زیاد درمل واردېږی،خو نوموړې یې کچه ونه ښوده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.