خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/09 0:0کد خبر: 8539

مشرانو جرګه: له طالبانو سره خبرې باید د افغانانو پر مشرۍ ترسره شی

مشرانو جرګه: له طالبانو سره خبرې باید د افغانانو پر مشرۍ ترسره شی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د مشرانو جرګې یو شمېر غړی هم ټینګار کوی، چې له طالبانو سره د سولې خبرې باید د افغانانو پر مشرۍ ترسره شی. شاوخوا دوه میاشتې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو، قطر او جرمنی وپتېیله، چې د سولې د خبرو په موخه دې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانیستل شی. وروسته د افغانستان دولت، چې لومړى یې د دغه دفتر د پرانیستلو لپاره سعودی عربستان او ترکیې ته لومړیتوب ورکاوه، هم په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانیستو سره هوکړه وکړه. دغه راز طالبانو هم تایید کړې، چې په قطر کې د دفتر په اړه یې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره تفاهم کړى دى. د مشرانو جرګې په نننۍ (د سلواغې په 9مه) عمومی غونډه کې، په دغې جرګه کې د بامیانو استازی هدایت الله رهایی وویل، چې دامریکا او طالبانو تر منځ د خبرو په پروسه کې د افغانستان دولت له پامه غورځول شوى دى. د ده په وینا، هغه وخت به د سولې خبرې مثبتې پایله ولری، چې د افغانانو پر مشرۍ ترسره شی. هغه زیاتوی: ((هېواد زموږ دى، د سولې مشری هم باید موږ وکړو، ځکه موږ افغانان په خپلو کې سره په ژبه پوهېږو.)) دغه راز ده وویل، په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره اړینه ده، چې له پاکستان سره په دې برخه کې تفاهم وشی. خو هغه د دې اړتیا په اړه نور توضیحات ورنه کړل. په یاده جرګه کې د لوګر استازى صفت الله حقمل هم وایی، چې دسولې د خبرو مشری باید افغانان وکړی. دى وایی:((په نورو هېوادنو کې د نورو خلکو له خوا د افغانستان د سولې لپاره تصمیم نیول افغانستان ته سوله نه شی راوستى.)) د حقمل په وینا، افغانان هم هغه مهال کولاى شی، چې خپل هېواد ته سوله راولی، چې د هېواد لپاره صادق و اوسی. په دغې جرګه دسکانو او اهل هندو استازې انارکلی هنریار هم وایی، چې د سولې د پروسې مشری باید افغانان وکړی، څو د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتی. هنریار زیاتوی: ((زموږ هیله دا ده، چې د سولې په راتګ باید د ښځو او مذهبی اقلیتونو حقونو ته ډېره زیاته پاملرنه وشی.)) دا په داسې حال کې ده، چې امریکایی چارواکو هم ویلی، چې د سولې خبرې به د افغانانو تر مشرۍ لاندې ترسره کېږی. د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار بیا په نننۍ غونډه کې وویل، له هغو کسانو سره باید د سولې خبرې وشی، چې د افغانستان اساسی او نور نافذه قوانین منی. هغه وایی، که څوک د افغانستان اساسی قانون ومنی، کولاى شی، چې په ټاکنو کې ګډون وکړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.