خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/09 0:0کد خبر: 8540

لاسلیک شوی سندونه ملی شورا ته استول کېږی

لاسلیک شوی سندونه ملی شورا ته استول کېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی چې له درېیو اروپایی هېوادونو سره د اوږدمهاله همکاریو لاسلیک شوی سندونه به د تصدیق په موخه ملی شورا ته واستول شی. د افغانستان د اساسی قانون د نوییمې مادې له مخې، د دولتونو ترمنځ د معاهداتو او نړیوالو میثاقونو تصدیق او یا له هغو څخه د افغانستان بېلول د ملی شورا له واکونو څخه ګڼل کېږی. ولسمشر کرزی حامد کرزی اروپا ته په خپل پنځه ورځنی سفر کې، چې نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو، له فرانسې سره د (دوستۍ او همکارۍ معاهده)، له ایټالیا سره د (د همکاریو او دوه اړخیز مشارکت موافقتنامه) او له انګلستان سره د شلو کلونو لپاره د (دوامداره ستراتیژیکو اړیکو سند) لاسلیک کړ. د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسى زی، نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له یادو شویو هېوادونو سره لاسلیک شوی سندونه د قانونی پړاوونو د بشپړولو لپاره د تصدیق په موخه ملی شورا ته لېږل کېږی؛ خو کره نېټه یې نه ده معلومه. افغانستان څه موده مخکې له هند سره هم د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ؛ خو موسى زی ملی شوار ته د تصدیق په موخه د دې تړون د لېږلو په تړاو څه ونه ویل. د افغانستان د اساسی قانون پر پلی کېدو د څار کمېسیون مشر ګلرحمن قاضی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې ولسمشر د اساسی قانون له مخې واک لری، چې د ملی شورا تر تصدیق وړاندې له کوم بهرنی هېواد سره د همکاریو تړون لاسلیک کړی. قاضی وویل چې تړون د ولسمشر له خوا تر لاسلیک وروسته ملی شورا ته د تایید په موخه استول کېږی او ملی شورا واک لری، چې لاسلیک شوى تړون تایید او یا هم رد کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل، چې د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر له خپل افغان سیال زلمی رسول سره د سولې پر سر د خبرو په موخه کابل ته راشی. هغه وویل، چې حنا ربانی به د افغانستان له ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر سره هم وګوری. د ده په وینا، په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې له ستونزو سره مخ شوې وې او هیله ده چې له دغه سفر سره به دا اړیکې بېرته ښې شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان