خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
افغانستان او ایران د اقتصادی همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

زمان تقریبی مطالعه: 5 دقیقه
د افغانستان او ایران تر منځ نن په کابل کې د اقتصادی همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول ، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شی.
له یادو هوکړه لیکونو څخه یو یې د افغانستان د مالیې او د ایران د اقتصاد او دارایۍ وزارتونو او بل یې په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې ( ایسا ) او د ایران د فنی اقتصادی ادارې تر منځ لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیکونه په کابل کې د افغان – ایران د ګډې اقتصادی کمېټې له دویمې دوه ورځنۍ ناستې څخه یوه ورځ وروسته لاسلیک شول .
د افغانستان د مالیې وزارت مالی مرستیال ډاکټر مصطفى مستور له ایرانی چارواکو سره په ګډه خبری غونډه کې د یادو هوکړه لیکونو په اړه د ځانګړو معلوماتو له ورکولو پرته وویل چې ددې هوکړه لیکونو له مخې به افغانستان ته د ایران د چابهار په بندر کې د ځمکنی ترانسپورټ نماینده ګۍ جوړې شی.
د چابهار بندر ، چې د ایران جنوب ختیځ کې د افغانستان له نیمروز ولایت څخه 700 کیلومتره لرې موقعیت لری ، افغانستان د عمان سیند او هند د اقیانوس له لارې د نړۍ له نورو بندرونو سره نښلوی.
د افغانستان او ایران تر منځ په 1382 کال کې هوکړه وشوه ، چې افغان سوداګر به د چابهار له بندر څخه ګټه پورته کوی او شاوخوا یوه میاشت مخکې دې بندر ته په نږدې سیمه کې افغانستان ته 50 هکتاره ځمکه د افغان سوداګرو د مالونو لپاره ورکړل شوې ده .
افغان سوداګرو په 1387 کال کې له دولت څخه وغوښتل چې د چابهار د بندر له لارې د وارداتو او صادراتو لپاره لارې چارې برابرې کړی ، ځکه چې دغه بندر د کراچې بندر په پرتله نږدې او د افغانستان په ګټه دى .
خو تر اوسه هم د افغانستان ډېر صادرات او واردات د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې ، چې له افغانستان سره تر 1200 کیلومتره ډېر واټن لری ، تر سره کیږی .د کراچې بندر له لارې افغان سوداګر وخت ناوخته له ډېرو ستونزه سره مخ کیږی.
دا مهال هم د افغان سوداګرو شاوخوا 700 کانټینره توکی په دې پلمه د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې درول شوی ، چې ګواکې دغه توکی په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته لېږدول کیږی .
د مالیې وزارت مالی مرستیال مصطفى مستور وویل چې د یادو هوکړه لیکونو له مخې به له نړیوالو قوانینو سره سم د دواړو هېوادونو تر منځ ترانزیټی او د وېزې په برخه کې ستونزې را کمې شی.
هغه د شته ترانزیټی ستونزو په اړه معلومات ورنه کړل ، خو ایران په 1389 کال کې نږدې دوه میاشتې د افغان سوداګرو 1700 د تېلو ټانکرونه درولی و او ویل یې ،دغه تېل یې ځکه درولی، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته لېږدول کیږی.
مستور وویل چې په دواړو هېوادونو کې د کرنیزو توکیو او لاسی صنایعو د نندارتونونو جوړول ، په یادو برخو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته کېدل او له صادراتی او وارداتی توکیو څخه په دواړو هېوادونو کې د ناقانونه پیسو د اخیستو مخنیوى هم په دې هوکړه لیکونو کې شامل دی .
دغه راز ده وویل چې د یادو هوکړه لیکونو له مخې ، به په ټولیز ډول د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د بیمې اسانتیاوې رامنځته او د دواړو هېوادونو تر منځ په پوله به په ناقانونه ډول د توکیو د لېږد مخنیوى هم وشی.
دا مهال ځینې توکی په پوله د قاچاق له لارې لېږدول کیږی.
د ایران د اقتصاد او دارایۍ وزارت مرستیال بهروز علیشیری وویل ، د یادو هوکړه لیکونو موخه داده ، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ستونزې له منځه یوړل شی او سوداګریزو چارو او د چابهار بندر ته ته پراختیا ورکړل شی.
هغه زیاته کړه ، دواړه لوری باید هڅه وکړی چې ګمرکی اسانیتاوې رامنځته کړی او د سوداګریزو توکیو د لېږد رالېږد کچه لوړه او لګښت یې کم کړی.
دده د څرګندونو له مخې ، په تېرو لسو کلونو کې هرکال د ایران او افغانستان تر منځ له نفتی توکیو پرته د سوداګریزو توکیو د لېږد رالېږد کچه 52 میلیون ډالرو ته رسېده، خو دغه کچه په 1390 کال کې څه باندې یو میلیارد ډالرو ته لوړې شوې ده .
په کابل کې د ایران سفیر فدا حسین مالکی وویل چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د ډیر وخت لرونکو وېزو په برخه کې باید هڅې وشی ، چې ایرانی لوری به ډیر ژر دا کار وکړی.
دغه راز ده وویل چې د سوداګریزو توکیو او خدمتونو په اړه باید د دواړو هېوادونو تر منځ یو واحد ستندرد رامنځته شی، تر څو په بندرونو کې اسانتیاوې رامنځته کړی.
هغه زیاته کړه ، چې ایران باید په افغانستان او افغانستان په ایران کې خپل سیاسی دفترونه ډېر کړی ، تر څو له لارې یې په سوداګریزو چارو کې اسانتیاوې ډېرې شی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.