خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/10 0:0کد خبر: 8567

په پېښور کې ځانمرګی برید درې تنه ووژل او 8 نور ټپیان کړل

په پېښور کې ځانمرګی برید درې تنه ووژل او 8 نور ټپیان کړل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې ځانمرګی برید یوولسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د پېښور د پولیسو یوه لوړ پوړی چارواکی سراج احمد خبریالانو ته وویل، چې برید نن (د سلواغې لسمه) مازیګر د پېښور د پخه غلام په سیمه کې د انصار الاسلام ډلې د یوه مشر حاجی اخوندزاده په کور کې ترسره شو. نوموړی زیاته کړه، چې په پېښه کې د حاجی اخوندزاده او د هغه د زوم په ګډون درې تنه وژل شوی او 8 نور ټپیان دی. د پېښې یوه عینی شاهد سهیل احمد پژواک ته وویل، چې ده په خپلو سترګو د یوه ماشوم په ګډون درې جسدونه او 7 نور کسان په ټپی حالت کې ولیدل. په پېښور کې د بمونو شنډولو یوه سرچینه وایی، چې په دغه برید کې له څلورو تر پنځو کیلو پورې چاودېدونکی توکی کارول شوی دی. د حاجی اخونزاده ورور محمد امین پژواک سره په خبرو کې کې ادعا وکړه، چې دغه برید د لښکر اسلام ډلې ترسره کړى دى. نوموړی زیاته کړه: ((زما په ورور له دې وړاندې هم درې بریدونه شوی وو؛ خو هغه ته په کې کوم تاوان نه و اوښتى او له دې وړاندې دغه ترهګرو زما درې زامن په بېلابېلو پېښو کې وژلی دی.)) د پېښور د لیډی ریډنګ روغتون یوه ډاکټر طارق پژواک ته وویل، چې دوى ته تراوسه 3 جسدونه او د دوو ماشومانو په ګډون 8تنه ټپیان وروړل شوی، چې د 5تنو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ دى. د یادونې وړ ده، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ایجنسۍ کې د دوو مذهبى ډلو (انصار الاسلام او لشکر اسلام) ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې اختلافات شتون لری او یو پر بل بریدونه کوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.