خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
جوزجان کې د ملی اردو 1 سرتېرى ووژل شو

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
په جوزجان ولایت کې د ملی اردو 3 سرتیرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې موټر یې د سړک د غاړې پر ایښودل شوی ماین برابر شو.
یاده پېښه تېره ورځ د جوزجان ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
د جوزجان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالعزیز غیرت کلید ته د ټلیفون پر لیکه وویل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د ملی اردو یو سترتېرى هغه مهال مړ او 2 نور ټپیان شول، چې موټر یې د سړک د غاړې پر ماین وخوت.
د پېښه پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې او په اړه یې رسنیو ته ویلی، چې په دغه پېښه کې یې د ملی اردو یو ټانګ او پکې سپاره ټول سرتیری له منځه وړی.
د یادونې وړ ده، چې له درې ورځو راهیسې، د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې د امنیتی ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه روانه ده، چې د چارواکو په وینا، تر دا مهاله یې څو کلی له مخالفینو پاک کړی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.