خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/16 0:0کد خبر: 8635

لاریون کوونکو د سرپل ولایت ودانۍ ته اور ورته کړ

لاریون کوونکو د سرپل ولایت ودانۍ ته اور ورته کړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

لاریون کوونکی وایی، له دې امله یې پر لاریون لاس پورې کړى، چې والی د هغه د یوه ساتونکی له خوا د جنسی تېری پر دوسیه غور نه کوی. مخکې له دې د ولایتی شورا استازی او د سرپل د والی د مخالفینو استازی اسدالله خرم پژواک خبری اژانس ته ویلی وو، تر هغو به له لاریون نه لاس وانه خلی، چې ستونزې یې هوارې نه شی او که اړتیا پېښه شوه، نو لاریون به په تاوتریخوالی بدل کړی. عینی شاهدانو پژواک خبری اژانس ته ویلی، چې لاریون کوونکو لومړى د سرپل ولایت ودانۍ ته مخامخ خېمه وهلې او وروسته د ولایت ودانۍ ته ننوتل. د هغوى په وینا، امنیتی ځواکونو د ولایت ودانۍ دننه د لاریون کوونکو د برید د مخنیوی لپاره پر خلکو ډزې کړې؛ خو د زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره یې لاریون کوونکو ته اجازه ورکړه، چې د ولایت ودانۍ ته ننوځی. د سرپل ولایت امنیتی چارواکی په دې اړه معلومات نه ورکوی، خو عینی شاهدان وایی، چې یو شمېر لاریون کوونکو ته د امنیتی ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده. یوه عینی شاهد محمد حسن پژواک خبری اژانس ته وویل: "کله چې لاریون کوونکی ولایت ته ننوتل، لومړى یې پیاده خانه وسوځوله او اوس په نورو خونو کې هم اور لیدل کېږی." د پژواک خبری اژانس خبریال د پېښې له سیمې وایی، چې د ولایت له ودانۍ نه د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل کېږی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.