بېرته
لاریون کوونکو د سرپل ولایت ودانۍ ته اور ورته کړ
د خپرېدو نېټه: 1390/11/16 0:0د خبر شمېره: 8635سرچینه: ایرکا خبری آژانس

لاریون کوونکی وایی، له دې امله یې پر لاریون لاس پورې کړى، چې والی د هغه د یوه ساتونکی له خوا د جنسی تېری پر دوسیه غور نه کوی.
مخکې له دې د ولایتی شورا استازی او د سرپل د والی د مخالفینو استازی اسدالله خرم پژواک خبری اژانس ته ویلی وو، تر هغو به له لاریون نه لاس وانه خلی، چې ستونزې یې هوارې نه شی او که اړتیا پېښه شوه، نو لاریون به په تاوتریخوالی بدل کړی.
عینی شاهدانو پژواک خبری اژانس ته ویلی، چې لاریون کوونکو لومړى د سرپل ولایت ودانۍ ته مخامخ خېمه وهلې او وروسته د ولایت ودانۍ ته ننوتل.
د هغوى په وینا، امنیتی ځواکونو د ولایت ودانۍ دننه د لاریون کوونکو د برید د مخنیوی لپاره پر خلکو ډزې کړې؛ خو د زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره یې لاریون کوونکو ته اجازه ورکړه، چې د ولایت ودانۍ ته ننوځی.
د سرپل ولایت امنیتی چارواکی په دې اړه معلومات نه ورکوی، خو عینی شاهدان وایی، چې یو شمېر لاریون کوونکو ته د امنیتی ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوه عینی شاهد محمد حسن پژواک خبری اژانس ته وویل: "کله چې لاریون کوونکی ولایت ته ننوتل، لومړى یې پیاده خانه وسوځوله او اوس په نورو خونو کې هم اور لیدل کېږی."
د پژواک خبری اژانس خبریال د پېښې له سیمې وایی، چې د ولایت له ودانۍ نه د سپکو وسلو ډزې هم اورېدل کېږی.