خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/21 0:0کد خبر: 8701

په خوست ښار کې څه باندې 300 دوکانونه وسوځېدل

په خوست ښار کې څه باندې 300 دوکانونه وسوځېدل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په خوست ښار کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا درې سوه پنځوس دوکانونه سوځېدلی ، چې خلکو ته یې سلګونه میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی. د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې دغه اور تېره شپه د درېیو بجو په شاوخوا کې د ښار په سوېل ختیځه څنډه کې د لرګیو په ټال کې لګېدلی او وروسته شاوخوا دوکانونو ته خپور شوی دی. هغه وایی،چې د دوی اطفایو تر سهاره پورې اور کنټرول او مړ کړ او چا ته پکې ځانی زیان نه دى اوښتى. نوموړی زیاته کړه،چې د اور له امله څه باندې درې سوه دوکانونه سوځېدلی، خو دا چې خلکو ته څومره مالی زیان اوښتی، له پلټنو وروسته به معلوم شی. قوماندان سردار محمد ځاځی وویل، چې د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم ، خو په اړه یې پلټنې روانې دی. د خوست ښار یوه اوسېدونکی ګل کریم پژواک ته وویل، سهار، چې کله دی راغی، خبر شو، چې دوکان یې د اور په پېښه کې په بشپړ ډول سوځېدلی او نړېدلی دی. هغه وویل، چې په دوکان کې یې د شاوخوا پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت سامان و، خو اوس ټول له منځه تللی دی. نوموړی له امنیتی مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د دې پېښې عاملین دې ونیسی او د قانون له مخې دې ورته سزا ورکړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.