خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د ولسی جرګې د دویم نایب لپاره نننۍ دویم پړاو ټاکنې هم بې پایلې شوې

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
د ولسی جرګې د دویم نایب لپاره د نننیو ټاکڼو په دویم پړاو کې هم کاندیدانو د دې څوکۍ لپاره اړینې رایې ترلاسه نه شوې کړاى.
نن د دویم نایب لپاره په ولسی جرګه کې د ټاکنو په لومړی پړاو کې د غزنی استازی محمدعارف شاه جهان، د لوګر استازې شکیلا هاشمی ، د هلمند استازی نعمت الله غفاری او د کوچیانو استازی محمدنذیر احمدزی ځانونه کاندید کړل.
په لومړی پړاو ټاکنو د دې څوکې د ترلاسه کولو لپاره په کار وه، چې د جرګې له حاضر 199 غړو څخه سل رایې تر لاسه شی، خو محمد عارف شاه جهان 62، شکیلا هاشمی 13، نعمت الله غفاری 66 او محمد نذیر احمدزی 45 رایې تر لاسه کړې.
د غفاری او شاه جهان ترمنځ، چې تر نورو یې ډېرې رایې ترلاسه کړې وې، په دویم پړاو ټاکنو کې سیالی ترسره شوه.
په دې ځل ټاکنو کې د حاضرو وکیلانو شمېره 188 وه او په کار وه، چې کاندید د بریالیتوب لپاره لږ تر لږه 95 رایې تر لاسه کړی.
خو شاه جهان 71 او غفاری 86 رایې ترلاسه کړې او یو هم بریالى نه شو.
په جرګه کې د وکیلانو ترمنځ په داسې حال کې دریم پړاو ته د ټاکنو د تللو پر سر ناندرۍ راپورته شوې، چې شاه جهان په دریم پړاو کې له خپلې کاندیدۍ تېر شو.
یو شمېر وکیلانو ویل، چې له کاندیدیو څخه د شاه جهان په تېرېدو غفاری ګټونکى دى، خو نورو یې استدلال کاوه، چې د جرګې د داخلی دندو په اصولو کې له کاندیدۍ د تېرېدولو په اړه وضاحت نشته او بیا باید ټاکنې ترسره شی.
په پایله کې پرېکړه وشوه، چې په دې اړه به سبا د یکشنبې په ورځ په فوق العاده عمومی غونډه کې تصمیم ونیول شی.
وروسته له هغه، چې د ولسی جرګې د شپاړسم تقنینی دور دویم کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د ولسمشر حامد کرزی له لوری پرانیستل شو، د ننګرهار د خلکو استازى عبدالظاهر قدیر د جرګې د مرستیال په توګه، د پروان د خلکو استازى عبدالستار خواصی د جرګې د منشی او د بلخ استازى فرهاد عظیمی د منشی د نایب په توګه وټاکل شول.
خو په تېرو څو ځلو ټاکنو کې د جرګې د دویم نایب لپاره کاندیدانو د دې څوکۍ لپاره پوره رایې ترلاسه نه کړې.
د دویم نایب لپاره وروستۍ ټاکنې د سلواغې په اتمه ترسره شوې، چې د جرګې دوو غړو شاه ګل رضایی او احمدشاه رمضان په کې کاندید وو. تر دغو ټاکنو وروسته ولسی جرګې دغه ټاکنې دوې اونۍ وځنډولې.
د ملی شورا د دندو د اصولو د قانون له مخې، د هر کال په پیل کې د لومړی او دویم مرستیال، منشی او نایب منشی د دواړو جرګو د استازو د رایو له مخې د یوه کال لپاره ټاکل کېږی.
مشرانو جرګې سږ کال د ملی شورا تر پرانیستې وروسته خپل اداری پلاوى ټاکلى دى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.