خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/24 0:0کد خبر: 8751

پاکستان: د افغان سولې لپاره د نړیوالې ټولنې له هلوځلو ملاتړ کوو

پاکستان: د افغان سولې لپاره د نړیوالې ټولنې له هلوځلو ملاتړ کوو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

پاکستان وایی چې په افغانستان کې د سولې په لاره کې د نړیوالې ټولنې له هر ډول هلو ځلو څخه ملاتړ کوی. دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن حناربانی کهر د سلواغې په 24مه، په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی یان کوبیش سره د لیدنې پر مهال وکړې. پاکستانیو چارواکو سره د خبرو اترو په موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی یان کوبیش، نن اسلام اباد ته رسېدلى دى. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی، چې یان کوبیش نن مازیګر د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن حنا ربانی کهر سره ولیدل. سرچینې زیاته کړې، چې په دې غونډه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتی او سیاسی حالاتو خبرې وکړې. حنا ربانی کهر په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو استازی ته باور ورکړ، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې له ټولو هلو ځلو څخه ملاتړ کوی. هغې زیاته کړه، چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان او سیمې په ګټه دى او پاکستان تل د یوه باثباته افغانستان غوښتنه کړې ده. له دې مخکې، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر رحمن ملک سره هم ولیدل. سرچینې زیاته کړې، چې یان کوبیش د کورنیو چارو وزیر ته د ملګرو ملتونو د سرمنشی بانکی مون د نېکو هیلو پیغام هم له ځان سره راوړى و. په خبرپاڼه کې راغلی دی چې رحمن ملک هم ژمنه ورکړه، چې هېواد یې د افغانستان په سوله کې د ملګرو ملتونو له ټولو هلو ځلو څخه ملاتړ کوی. د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې کونړ ولایت ته د سفر پر مهال یان کوبیش ویلی و، چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان د مرستې او ملاتړ جذبولو په موخه پاکستان ته سفر کوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان