خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ولسی جرګې د افغانستان- ترکمنستان د دوستی معاهده تصویب کړه

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
ولسې جرګې د افغانستان- ترکمنستان د دوستی معاهده او دحقوقی همکاریو تړونونه ،چې دهېواد ګډې اقتصادی،پراختیایی، کلتوری او دهېواد له نفتی حوزو څخه د نفتو استخراج په کې شامل دى، د رایو په اکثریت تصویب کړ.
دا دوه تړونونه او معاهده نن( د سلواغې 24مه) د نړیوالو چارو او د ولسی جرګې دعدلی اوقضایی کمیسیونونو له لوری دتصویب لپاره ،د جرګې عمومی ناستې ته وړاندې شول.
د ولسی جرګې دنړیوالو چارو دکمیسیون غړى او دکابل د خلکو استازی جعفر ((مهدوی)) پژواک خبری اژانس ته وویل،چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ معاهده د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا څه موده وړاندې لاسلیک شوه،له دې چې د ولسی جرګې د تصویب اړتیا یې درلوده،جرګې ته واستول شوه او له بحث څخه وروسته تصویب شو.
هغه وویل،چې په یاده شوې معاهده کې 19 مادې شتون لری او په دې معاهده کې د افغانستان او ترکمنستان د پخوانۍ دوستی،ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوى ،پر اقتصادی،پراختیایی، کلتوری او دهېواد له نفتی حوزو څخه د نفتو پر را ایستلو پرګډو همکاریو ټینګار وشو.
د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی، د نړیوالو چارو د کمیسیون له مالوماتو څخه وروسته ، د افغانستان او ترکمنستان معاهده رایې اخیستنې ته وړاندې کړه،چې په غونډه کې له 128 موجودوغړیو څخه پنځو یې مخالفه اود 123 نورو د موافقو رایو په ورکولو سره ، تصویب شوه.
د افغانستان او د حقونو د پراختیا دنړیوال سازمان (IDLO) ترمنځ تړون هم د ولسی جرگې د رایو په اتفاق تصویب شو.
د ولسی جرګې مشر وایی،چې (IDLO) له دې څخه وروسته د افغانستان له محاکمو،څارنوالۍ ،دعدلیې او محابسوله وزارت سره همکاریو ته پراختیا ورکوی.
په ولسی جرګه کې د بلخ د خلکو استازی او د عدلیی اوقضایی کمیسیون غړی محمد عبده،چې تړون یې عمومی مجلس ته وړاندې کاوه،وویل د حقوقی همکاریو سازمان ،چې مرکزی دفتر یې په استرالیا کې دى په تېرو لسو کلنو کې یې، له افغانستان سره د ایټالیا او یو شمېر نورو هېوادونو په مالی مرسته،همکارۍ کړې ،چې ددې په تصویب سره به خپلو همکاریو ته زور ورکړی.
دهغه په وینا،افغان دولت کولى شی ،چې ددې تړون په تصویب سره ، په محاکمو کې د مسلکی کدرونو روزلو او ظرفیت لوړلو په خاطر ، په محاکمو، دعدلیې وزارت،څارنوالۍ او محابسو کې ترېنه استفاده وکړی.
د عدلیی او قضایی کمیسیون دې غړی، دا 15 ماده ییز تړون ،چې تر ډېره بریده په هېواد کې پرحقوقی همکاریو ټینګار کوی ،په ګوته کړ.
دا په داسې حال کې ده،چې ولسی جرګې د روان کال د لړم په لومړیو کې هم پنځه تړونونه تصویب کړی دی.
د سویلې اسیا د سیمه ییزو همکاریو د سازمان(سارک) غړیو هېوادونو دیو پوهنتون جوړول،ددې سازمان له خوا د خوراکی بانک رامنځ ته کول، د افغانستان او متحده اماراتو ترمنځ د سوداګریزو او مدنی مسایلو په برخه کې د قضایی همکاریو،د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز او ټرانزیټی او دافغانستان او ایساف تر منځ پوځی او تخنیکی تړونونه شامل دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.