خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په جنوب کې د ناټو څلور سرتېری ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ناټو په مشرۍ نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د هېواد په جنوب کې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتی دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړى دى.
سرچینې زیاته کړې، چې دوه سرتېری یې د وسلوالو مخالفینو په مخامخ وسلوال برید او دوه نور یې د ماین په چاودنو کې وژل شوی دی.
یادو ځواکونو، د پېښې کره ځاى او د وژل شویو سرتېرو هویت نه دى په ډاګه کړى، خو امنیتی سرچینې وایی، چې په وژل شویو کسانو کې یې دوه بریتانوی، یو ډنمارکى او یو امریکایى دى .
بل خوا وسلوالو طالبانو د هلمند په سنګین او موسى کلا ولسوالیو کې د بریدونو او چاودنو پرمهال، د ګڼ شمېر بهرنیو ځواکونو د وژلو ادعاوې کړې دی.
د روان میلادی کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو سرتېرو شمېره 390 تنو ته ورسېده، چې یواځې 248 یې امریکایان دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.