د ناټو په مشرۍ نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د هېواد په جنوب کې د خپلو څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه خبر په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتی دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړى دى. سرچینې زیاته کړې، چې دوه سرتېری یې د وسلوالو مخالفینو په مخامخ وسلوال برید او دوه نور یې د ماین په چاودنو کې وژل شوی دی. یادو ځواکونو، د پېښې کره ځاى او د وژل شویو سرتېرو هویت نه دى په ډاګه کړى، خو امنیتی سرچینې وایی، چې په وژل شویو کسانو کې یې دوه بریتانوی، یو ډنمارکى او یو امریکایى دى . بل خوا وسلوالو طالبانو د هلمند په سنګین او موسى کلا ولسوالیو کې د بریدونو او چاودنو پرمهال، د ګڼ شمېر بهرنیو ځواکونو د وژلو ادعاوې کړې دی. د روان میلادی کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو سرتېرو شمېره 390 تنو ته ورسېده، چې یواځې 248 یې امریکایان دی.