خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/11/30 0:0کد خبر: 8833

د دوو وکیلانو ترمنځ لفظی شخړه وشوه

د دوو وکیلانو ترمنځ لفظی شخړه وشوه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د ولسی جرګې نننۍ غونډه د کندهار او کونړ د دوو استازو ترمنځ په سخته لفظی شخړه سره پاى ته ورسېده. دغه شخړه وروسته له هغه په جرګه کې د کندهار د استازی عبدالرحیم ایوبی او د کونړ د استازی سخی مشواڼی ترمنځ وشوه، چې د ولسی جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمی له دې امله، چې تېره ورځ ایوبی ته د خبرو نوبت نه و ورکړل شوى، له هغه بښنه وغوښته، د ولسی جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاری د ایوبی پښې او لاسونه، چې د اعتراض په توګه یې تړلی وو، ور خلاص کړل او اداری پلاوی ایوبی ته د خبرو نوبت ورکړ. ایوبی نن له سهار نه تر شاوخوا غرمې پورې د جرګې د تېرې ورځې پر پرېکړه او د اداری پلاوی پر چلند د اعتراض په توګه خپله خوله تړلې او لاسونه او پښې یې ولچک کړی وو. تېره ورځ ولسی جرګې د مالیی وزیر حضرت عمر زاخېلوال او د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدی استیضاح کړی و، خو په پاى کې یې څرګندونې د جرګې د اکثریت غړو د قناعت وړ وګرځېدې. ایوبی وویل، په داسې حال کې، چې حزب اسلامی له افغان دولت سره وسلواله جګړه کوی، خو ولسی جرګه د حزب اسلامی او جمعیت اسلامی ګوندونو تر اغېز لاندې ده او د هغوى په خوښه پرېکړې کېږی. دغه راز ایوبی وویل، چې تېره ورځ د عدم اعتماد رایې د موضوع په اړه باید د هر وزیر لپاره په ځانګړې ډول د جرګې د غړو رایه اخیستل شوې واى. د ده په وینا، تېره ورځ یې ډېره هڅه وکړه، چې د خبرو نوبت ترلاسه کړی او د وزیرانو په اړه له ده سره شته اسناد وړاندې کړی، خو اداری پلاوی نوبت ورنه کړ. هغه د یادو اسنادو په اړه معلومات ورنه کړل او ده ته د خبرو د نوبت په اړه یې زیاته کړه: ((ما واورېدل، چې (په ولسی جرګه کې د پروان استازی) عبدالستار خواصی په ټیلېفون کې له چا سره خبرې کولې او ویل یې، ودې کتل، چې ایوبی ته مې نوبت ورنه کړ.)) د ننګرهار استازی لیلما ولی حکمی د خواصی په اړه د ایوبی خبرې ور پرې کړې او ورته ویې ویل، چې باید پرته له ثبوته په چا تور ونه لګوی. ایوبی د لیلما په ځواب کې وویل: ((زه بې ثبوته خبرې نه کوم، په تا هم ثبوت لرم، چې د مالیی وزیر کور ته تللې وې او د هغه نه د پیسې اخیستې دی.)) په دې وخت کې د کونړ استازی حاجی سخی مشواڼی له لیلما نه په ملاتړ راپورته شو او په پایله کې مشواڼی او ایوبی یو بل ته د وهلو ګواښونه کول، خو نور وکیلان یې ترمنځ شول او د شخړې مخه یې ونیوه. دغه راز په یاده جرګه کې د کندهار بل استازی ملا عبیدالله بارکزی له ایوبی څخه د ملاتړ په موخه په مشواڼی پسې منډې کړې، خو نورو وکیلانو یې مخه ونیوه. په دغه وخت کې د ولسی جرګې لومړی مرستیال حاجی عبدالظاهر قدیر، مشواڼى په غېږ کې ونیو او د غونډې له تالاره یې بهر کړ او د ولسی جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمی هم غونډه پاى ته رسېدلې اعلان کړه. خو سره له دې هم وکیلان په خپلو منځو کې په ناندریو بوخت وو، چې امنیتی موظفینو خبریالان له ګالری څخه و ایستل.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.