خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/03 0:0کد خبر: 8885

کابل ښار ته د لاریون کوونکو د ننوتو مخه ونیول شوه

کابل ښار ته د لاریون کوونکو د ننوتو مخه ونیول شوه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

امنیتی ځواکونو د اوبو په شیندلو او هوایی ډزو سره کابل ښار ته د لاریون کوونکو د دننه کېدو مخه ونیوله. نن سهار (د کب 3مه) سلګونه تنو په بګرام کې قرانکریم ته د سپکاوی په غبرګون د بهرنیو ځواکونو د نظامی کمپ مخې ته، چې په فینکس مشهور دى (د کابل-جلال اباد لویه لاره) له په تاوتریخوالی ډک لاریون لاس پورې کړى او پر کمپ یې تېږې اورولې دی. هغوى د سړک پر غاړه د ترافیکو د غرفو او د امنیتی پوستو په ورانولو لاس پورې کړى او د ترافیکو یوه غرفه یې هم نړولې ده او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی او د هغو کسانو د محاکمه کولو غوښتنه یې وکړه، چې قران کریم ته یې سپکاوى کړى دى. د پژواک خبریال له سیمې راپور ورکړ، چې لاریون کوونکی د فینکس له کمپ څخه د کابل ښار پر لور روان دی او د لارې په اوږدو کې یې یو دولتی فلاینکوچ موټر سوځولى او د یوه رینجر موټر ښېښې یې هم ماتې کړې دی. هغوى، چې د یکه توت ترسیمې رسېدلی او غوښتل یې څو د کابل ښار ته ننوځی، د امنیتی ځواکونو له لوری یې مخه ونیول شوه. د کابل د 101 اسمایی زون د امنیتی چارو مرستیال مل پاسوال محمد داوود امینی پژواک ته وویل، چې سیمه د دوى تر کنټرول لاندې راغلې ده. هغه زیاته کړه، چې لاریون بې نظمه و او استازى یې نه درلود، چې امنیتی ځواکونو ورسره خبرې کړې واى. مل پاسوال امینی وایی، چې له همدې امله امنیتی ځواکونه مجبور شول، چې د هغوى پر وړاندې اقدام وکړی او د کابل ښار ته د هغوى مانع شی. د کابل د 101اسمایی زون د امنیتی امورو مرستیال زیاته کړه، چې څلور پولیس د لاریون کوونکو د تېږو ویشتلو له امله برسېرن ټپی شوی او پولیسو څلور لاریون کوونکی نیولی دی. د هغه په وینا، تر اوسه د لاریون کوونکو له لوری عامه او دولتی شتمنیو ته د زیان اړولو اندازه نه ده معلومه. لاریون کوونکو دمګړۍ (غرمه 12بجې) د هودخېلو په سیمه کې راټول شوی، خو پولیس غواړی، چې هغوى د هوایی ډزو په کولو سره تیت کړی. همدارنګه هغه ټایرونه چې د لاریون کوونکو له لوری ورته د هودخېل-یکه توت د سړک په اوږدو کې اور ورته کړى و، د اطفایې له خوا مړ شول.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.