خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کابل ښار ته د لاریون کوونکو د ننوتو مخه ونیول شوه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
امنیتی ځواکونو د اوبو په شیندلو او هوایی ډزو سره کابل ښار ته د لاریون کوونکو د دننه کېدو مخه ونیوله.
نن سهار (د کب 3مه) سلګونه تنو په بګرام کې قرانکریم ته د سپکاوی په غبرګون د بهرنیو ځواکونو د نظامی کمپ مخې ته، چې په فینکس مشهور دى (د کابل-جلال اباد لویه لاره) له په تاوتریخوالی ډک لاریون لاس پورې کړى او پر کمپ یې تېږې اورولې دی.
هغوى د سړک پر غاړه د ترافیکو د غرفو او د امنیتی پوستو په ورانولو لاس پورې کړى او د ترافیکو یوه غرفه یې هم نړولې ده او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی او د هغو کسانو د محاکمه کولو غوښتنه یې وکړه، چې قران کریم ته یې سپکاوى کړى دى.
د پژواک خبریال له سیمې راپور ورکړ، چې لاریون کوونکی د فینکس له کمپ څخه د کابل ښار پر لور روان دی او د لارې په اوږدو کې یې یو دولتی فلاینکوچ موټر سوځولى او د یوه رینجر موټر ښېښې یې هم ماتې کړې دی.
هغوى، چې د یکه توت ترسیمې رسېدلی او غوښتل یې څو د کابل ښار ته ننوځی، د امنیتی ځواکونو له لوری یې مخه ونیول شوه.
د کابل د 101 اسمایی زون د امنیتی چارو مرستیال مل پاسوال محمد داوود امینی پژواک ته وویل، چې سیمه د دوى تر کنټرول لاندې راغلې ده.
هغه زیاته کړه، چې لاریون بې نظمه و او استازى یې نه درلود، چې امنیتی ځواکونو ورسره خبرې کړې واى.
مل پاسوال امینی وایی، چې له همدې امله امنیتی ځواکونه مجبور شول، چې د هغوى پر وړاندې اقدام وکړی او د کابل ښار ته د هغوى مانع شی.
د کابل د 101اسمایی زون د امنیتی امورو مرستیال زیاته کړه، چې څلور پولیس د لاریون کوونکو د تېږو ویشتلو له امله برسېرن ټپی شوی او پولیسو څلور لاریون کوونکی نیولی دی.
د هغه په وینا، تر اوسه د لاریون کوونکو له لوری عامه او دولتی شتمنیو ته د زیان اړولو اندازه نه ده معلومه.
لاریون کوونکو دمګړۍ (غرمه 12بجې) د هودخېلو په سیمه کې راټول شوی، خو پولیس غواړی، چې هغوى د هوایی ډزو په کولو سره تیت کړی.
همدارنګه هغه ټایرونه چې د لاریون کوونکو له لوری ورته د هودخېل-یکه توت د سړک په اوږدو کې اور ورته کړى و، د اطفایې له خوا مړ شول.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.