خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
سلګونو تنو په کابل ښار کې د بهرنیانو د کمپ مخې ته لاریون کړى

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
سلګونه خلکو د بهرنیانو له لوری د قرانکریم د سوځولو په غبرګون په کابل کې د فینکس کمپ مخې ته له تاوتریخوالی په ډکو لاریونونو لاس پورې کړ او د بهرنیو سرتېرو د ډزو له امله یو تن ټپی شو.
خلک وایی، چې امریکایی سرتېرو دوه شپې وړاندې د قرانکریم څلور نسخې د پروان د بګرام په پوځی اډه کې سوځولې دی، خو ایساف وایی، چې د دوى سرتېرو د بګرام په هوایی ډګر کې زیاته اندازه دینی کتابونه د قرانکریم په ګډون په غلطه طریقې سره له منځه وړی دی.
د دې کړنې په غبرګون کې سلګونه کسانو نن سهار (د کب3مه) د بهرنیو ځواکونو اړوند د فینکس کمپ مخې ته لاس په لاریون پورې کړ او پر کمپ یې تېږې واورولې.
لاریون کوونکو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه، چې د قرانکریم نسخې یې سوځولې دی.
د پژواک خبریال له سیمې راپور ورکړ، چې همدا اوس له غرمې مخکې (10:30) لاریون کوونکو د سړک غاړو کې د ترافیکو د غرفو او د امنیتی پوستو په ماتولو پیل کړى او د ترافیکو یوه غرفه یې ویجاړه کړه.
لاریون کوونکى وایی، چې یوه 25کلن ځوان، چې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، د بهرنیو ځواکونو د ډزو له امله ټپی شو او اوس هم د بهرنیو ځواکونو له لوری ډزې روانې دی.
د لاریون په پیل کې امنیتی ځواکونه او ملی پولیس سیمې ته ور رسېدلی او اطفایې هم د اوبو په شیندلو سره غوښتل لاریون مات کړی، خو ونه توانېده.
یوه لاریون کوونکی30 کلن ثناگل وویل: ((بهرنیو ځواکونو زموږ دین او کتاب ته سپکاوى کړى، نو باید له افغانستان څخه و ایستل شی او هغه کسان چې د یادې کړنې عاملین دی، شدیداً باید مجازات شی.))
هغه زیاته کړه، که چېرې یې عاملین مجازات نه شی، نو خپل لاریونونو ته به دوام ورکړی.
50 کلن حاجی محمدهوتک یوه بل لاریون کوونکی په داسې حال کې، چې د فینکس پر کمپ یې ډبرې وارولې وویل: ((موږ دا سپکاوى نه شو زغملى، زموږ دین او کتاب ته سپکاوى شوى.))
یاد سپین ږیری زیاته کړه، چې باید عاملین یې سخت مجازات شی، څو نور بهرنی سرتېری د اسلام مقدساتو ته د سپکاوی جرئت ونه شی کړاى.
د کابل-جلال اباد لویه لاره د یاد لاریون له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې او لاریون کوونکی د فینکس له کمپ څخه د کابل ښار پر لور روان شوی دی.
تېره ورځ سلګونه تنو د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې د کابل د پلچرخی په سیمه کې سوله ییز لاریون وکړ، خو د بګرام د هوایی ډګر د دروازې مخې ته له تاوتریخوالی ډک لاریون ترسره شو او لاریون کوونکو د بګرام د هوایی ډګر د ساتونکو غرفه وسوځوله.
په داسې حال کې، جمهوری ریاست امر کړى، څو د یادې موضوع د څېړلو لپاره بګرام ته پلاوى ولېږی، تېره ورځ مشرانو جرګې هم بګرام ته یو پلاوى استولى دى.
په افغانستان کې د ایساف عمومی قوماندان جنرال جان الن وایی، چې د ایساف سرتېرو د بګرام په هوایی ډګر کې د قرانکریم په ګډون یو شمېر زیات دینی کتابونه په غلطه توګه له منځه وړی، خو زیاتوی، چې دغه کار په هېڅ ډول په قصدی توګه نه و.
هغه د دې په ویلو سره، چې په راتلونکی کې به داسى کړنه ترسره نه شی، زیاته کړه: ((موږ په دې اړه په جدی توګه څېړنه کوو او د یادې کړنې په اړه له ولسمشر، حکومت او د افغانستان له خلکو څخه بښنه غواړو.))
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.