خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/04 0:0کد خبر: 8908

ولسمشر: وکیلان دې کاندید وزیرانو ته په رایې ورکولو کې ملی یووالى په پام کې ونیسی

ولسمشر: وکیلان دې کاندید وزیرانو ته په رایې ورکولو کې ملی یووالى په پام کې ونیسی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

ولسمشر حامد کرزی له ملی شورا سره ځانګړې غونډه کې غوښتنه وکړه چې ولسی جرګه دې کاندید وزیرانو ته د رایې په ورکولو کې د وړتیاوو ترڅنګ ملی یووالی هم په پام کې ونیسی. دا څرګندونې د ولسی جرګې دویم مرستیال شېخ نعمت الله غفاری پژواک خبری اژانس ته وکړې. د ده په وینا، ولسمشر تېر ځل له بېلابېلو قومونو څخه یو شمېر کسان د کاندید وزیرانو په توګه جرګې ته معرفی کړی وو؛ خو رایه یې تر لاسه نه کړه. د غفاری په وینا، ولسمشر وویل،ددې لپاره چې په دې برخه کې د هغه اندېښنه لرې شوې وی، توصیه کوی چې کاندید وزیرانو ته د رایې په ورکولو کې ملی یووالى هم په پام کې ونیسی. کرزی نن د جمهوری ریاست په ماڼۍ کې د ملی شورا د دواړو مجلسونو (ولسی جرګې او مشرانو جرګې) له غړو سره فوق العاده ناسته لرله. د سلواغې په 26مه، نهه کاندید وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو په موخه ولسی جرګې ته وروپېژندل شوی دی او ټاکل شوې، چې جرګه په نږدې راتلونکی کې رایه ورکړی. د دې نوملړ له مخې، محمد اسماعیل د برېښنا او اوبو وزارت، انجنیر امیرزى سنګین د مخابراتو وزارت، ډاکټر ثریا دلیل د عامې روغتیا وزارت او ډاکټر حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزارت لپاره معرفی شوی دی. دغه راز د لوړو زده کړو وزارت لپاره ډاکټر عبیدالله عبید،د کلیو د پراختیا وزارت ته ویس احمد برمک، د ترانسپورت او هوایی چلند وزارت لپاره داوود علی نجفی، د ښار جوړونې وزارت ته حسن عبدالهى او د فواید عامې وزارت لپاره انجنیر نجیب الله اوجن جرګې ته ورپېژندل شوی دی. د کاندید وزیرانو په اړه په نننۍ ناسته کې د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دی، چې د ولسی جرګې د مشر د تېرې ورځې د څرګندونو له مخې، ولسمشر دغه غونډه په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د قران کریم د نسخې د سوځولو په اړه ورغوښتې وه. کرزی له ملی شورا سره په ځانګړې نننۍ غونډه کې وویل، چې د قران کریم د سوځولو په اړه به د ټاکل شوی پلاوی تر څېړنې وروسته له ملی شورا سره په مشوره پرېکړه وکړی. د سرچینې د څرګندونو له مخې، کرزی ویلی چې د دې موضوع د څېړلو لپاره یې یو پلاوى بګرام ته استولى دى، چې نن مازیګر به بېرته راشی او د څېړنو پایلې به له ده سره شریکې کړی. په بګرام کې د قران کریم نسخې درې شپې مخکې سوځول شوې او په غبرګون کې یې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هېواد په مرکز او ځینو ولایتونو کې لاریونونه روان دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.