خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/13 0:0کد خبر: 9002

ولسی جرګې د خپلو کورنیو دندو اصول تعدیل کړل

ولسی جرګې د خپلو کورنیو دندو اصول تعدیل کړل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

ولسی جرګې د خپلو کورنیو دندو اصول تعدیل کړل او اوس کېداى شی ،چې جرګه د تېرې تقنینی دورې رد شویو کاندید وزیرانو ته په عین پوست کې رایه ورکړی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ولسمشرکرزی ولسی جرګې ته 5 داسې کاندید وزیران ورپېژندلی، چې په تېره تقنینی دوره کې په عین پوست کې د کاندید وزیر په توګه رد شوی و او جرګې د خپلو کورنیو دندو د اصولو له مخې، رایه نه شواى ورکولى . د ولسی جرګې د داخلی دندو د اصولو په 76ماده کې راغلی و: (( په هغه صورت کې ، چې وړاندیز شوى وزیر یا د اساسی قانون د 64مادې د 11 او 12مې فقرې یو له مندرجو ذاوتو څخه د ولسی جرګې له لوری رد شی په عین پوست کې د دوهم ځل لپاره نه شی معرفی کیداى .)) خو نن دغه ماده د ولسی جرګې د غړیو د رایو په اکثریت تعدیل شوه او د تعدیل لپاره یې له 181 حاضر غړیو څخه پنځو یې مخالفه رایه ورکړه . د ولسی جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمی وویل، چې د یادې مادې تعدیل په دې ډول دى: ((په هغه صورت کې ، چې وړاندیز شوى وزیر یا د اساسی قانون د 64مادې د 11 او 12مې فقرې یو له مندرجو ذاوتو څخه د ولسی جرګې له لوری رد شی په عین پوست کې په هماغه تقنینی دوره کې د دوهم ځل لپاره نشی معرفی کیداى.)) ولسمشر حامد کرزی دوه اونۍ مخکې د باور رایې د ترلاسه کولو په موخه محمد اسماعیل د اوبو او برېښنا وزارت، انجنیر امیرزى سنګین د مخابراتو وزارت، ډاکټر ثریا دلیل د عامې روغتیا وزارت او ډاکټر حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزارت لپاره د کاندید وزیرانو په توګه ولسی جرګې ته ورمعرفی کړی دی. دغه راز ډاکټر عبیدالله عبید د لوړو زده کړو وزارت، ویس احمد برمک د کلیو پراختیا وزارت، داوود علی نجفی د ترانسپورټ اوهوایی چلند وزارت ، حسن عبداللهى د ښار جوړونې وزارت او انجنیر نجیب الله اوجن د فواید عامې وزارت کاندید وزیران دی. د یادولو ده ، چې محمد اسماعیل خان ، انجنیر امیرزى سنګین، ثریا دلیل ، حسن بانو غضنفر، ډاکټر عبیدالله عبید، ویس احمد برمک او داوود علی نجفی هغه کسان دی ، چې د ولسی جرګې په تېره دوره کې هم د همدې وزراتونو لپاره د کاندید وزیرانو په توګه جرګې ته معرفی شوی وو، خو د باور رایه یې تر لاسه نه شواى کړاى. له یادو کاندید وزیرانو څخه حسن عبداللهى او نجیب الله اوجن جرګې ته د خپلو کاری پلانونو په اړه معلومات ورکړل. ټاکل شوې ، چې ټول کاندید وزیران جرګې ته خپل پلانونه تشریح او بیا ورته د رایې صندوقونه کېښودل شی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.