خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/17 0:0کد خبر: 9072

د کابینې نهو وزیرانو لوړه وکړه

د کابینې نهو وزیرانو لوړه وکړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کابینې نهو وزیرانو چې په دې وروستیو کې یې له ولسی جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړه، نن د ولسمشر پر وړاندې د وفادارۍ لوړه وکړه. دا خبر په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې نن د ولسمشر له مطبوعاتی دفتر څخه پژواک خبری اژانس ته رالېږل شوې ده. د دغو وزیرانو چې د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل، د مخابرات او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین، د ښځو د چارو وزیره حسن بانو غضنفر، د عامې روغتیا وزیره ډاکټره ثریا دلیل، د ترانسپورت او هوایی چلند وزیر داوود علی نجفی، د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن، د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبیدالله عبید، د ښار جوړولو او مسکن وزیر حسن عبداللهی او د کلیو د پراختیا وزیر ویس احمد برمک په کې شامل دی، د لوړې مراسم نن تر غرمې وړاندې په ارګ کې ترسره شول. یاد شوې وزیران په دې مراسمو کې چې د ولسمشر مرستیالان هم په کې وو، لوړه وکړه چې خپلې دندې به د اسلام د مقدس دین د اساساتو، د اساسی قانون او نورو قوانینو په رڼا کې او د هېواد د وګړو د حقونو په ساتنې سره ترسره کوی. دغو وزیرانو لوړه وکړه چې د هېواد خپلواکی، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ملی یووالی ساتنه به کوی او په ټولو چارو کې به الله حاضر ګڼی او خپلې ورسپارل شوې دندې به په پوره رښتینولۍ ترسره کوی. د حکومت ټولو نهو کاندید وزیرانو د کب په 15مه، وکولاى شول چې له ولسی جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړی. د یادونې وړ ده چې محمد اسماعیل، امیرزى سنګین، ثریا دلیل، حُسن بانو غضنفر، عبیدالله عبید، ویس احمد برمک او داوود على نجفی هغه کسان دی چې د ولسی جرګې په تېره دوره کې هم د همدې وزارتونو لپاره کاندیدان شوی وو؛ خو له ولسی جرګې څخه یې د باور رایه ترلاسه نه شوى کړاى. جرګې د خپلو کورنیو دندو د اصولو پربنسټ د رد شویو وزیرانو لپاره رایه نه شوى ورکولاى؛ خو وکیلانو په خپلو اصولو کې بدلون راوست، ترڅو دې کسانو ته د رایې ورکونې لپاره زمینه برابره کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.