بېرته
د کابینې نهو وزیرانو لوړه وکړه
د خپرېدو نېټه: 1390/12/17 0:0د خبر شمېره: 9072سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د کابینې نهو وزیرانو چې په دې وروستیو کې یې له ولسی جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړه، نن د ولسمشر پر وړاندې د وفادارۍ لوړه وکړه.
دا خبر په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې نن د ولسمشر له مطبوعاتی دفتر څخه پژواک خبری اژانس ته رالېږل شوې ده.
د دغو وزیرانو چې د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل، د مخابرات او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر امیرزی سنګین، د ښځو د چارو وزیره حسن بانو غضنفر، د عامې روغتیا وزیره ډاکټره ثریا دلیل، د ترانسپورت او هوایی چلند وزیر داوود علی نجفی، د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن، د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبیدالله عبید، د ښار جوړولو او مسکن وزیر حسن عبداللهی او د کلیو د پراختیا وزیر ویس احمد برمک په کې شامل دی، د لوړې مراسم نن تر غرمې وړاندې په ارګ کې ترسره شول.
یاد شوې وزیران په دې مراسمو کې چې د ولسمشر مرستیالان هم په کې وو، لوړه وکړه چې خپلې دندې به د اسلام د مقدس دین د اساساتو، د اساسی قانون او نورو قوانینو په رڼا کې او د هېواد د وګړو د حقونو په ساتنې سره ترسره کوی.
دغو وزیرانو لوړه وکړه چې د هېواد خپلواکی، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ملی یووالی ساتنه به کوی او په ټولو چارو کې به الله حاضر ګڼی او خپلې ورسپارل شوې دندې به په پوره رښتینولۍ ترسره کوی.
د حکومت ټولو نهو کاندید وزیرانو د کب په 15مه، وکولاى شول چې له ولسی جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړی.
د یادونې وړ ده چې محمد اسماعیل، امیرزى سنګین، ثریا دلیل، حُسن بانو غضنفر، عبیدالله عبید، ویس احمد برمک او داوود على نجفی هغه کسان دی چې د ولسی جرګې په تېره دوره کې هم د همدې وزارتونو لپاره کاندیدان شوی وو؛ خو له ولسی جرګې څخه یې د باور رایه ترلاسه نه شوى کړاى.
جرګې د خپلو کورنیو دندو د اصولو پربنسټ د رد شویو وزیرانو لپاره رایه نه شوى ورکولاى؛ خو وکیلانو په خپلو اصولو کې بدلون راوست، ترڅو دې کسانو ته د رایې ورکونې لپاره زمینه برابره کړی.