خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د سپین بولدک په چاودنه کې 14 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نن له غرمې مخکې په یوه چاودنه کې څلور عام وګړی و وژل شول او لس نور ټپیان دی.
دا چاودنه نن (د کب 17مه) له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې د پاک-افغان د دوستۍ دروازې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې شوې ده.
د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی پژواک خبری اژانس ته وویل، چې چاودنه د یوه موټرسایکل په وسیله شوې ده.
د هغه په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه څلور عام وګړی، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم په کې شامل دی، وژل شوی او اته نور ټپیان دی.
ایوبی وایی، چې په ټپیانو کې اوه ملکی وګړی او یو سرحدی پولیس دى.
په سپین بولدک کې د سرحدی پولیسو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان جانان پژواک اژانس ته وویل، چې په دې چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو ترڅنګ لس نور ټپی شوی، چې اته عام وګړی او دوه پولیس دی.
د سپین بولدک د دوستۍ دروازې د کمیسارۍ مسوول محمدعلی پژواک اژانس ته وویل، چې چاودېدونکی توکی په یوه موټرسایکل کې ځاى پر ځاى او د یوه دوکان مخې ته درول شوى و.
هغه زیاته کړه، چې دغه چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوې او په دې چاودنه کې وژل شوی او ټپیان هغه ملکی وګړی دی، چې پر ګډه دروازه یې تګ راتګ کاوه.
دى وایی، چې ټپیان د سپین بولدک ولسوالۍ ځایی روغتون ته وړل شوی، چې د ځینو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د سلیم په نوم یوه دوکاندار پژواک اژانس ته وویل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله یې یو شمېر دوکانونه او موټر هم زیانمن شوی دی.
په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتی دفتر د سپین بولدک چاودنه تاییدوی، خو زیاتوی، چې د چاودنې پر مهال د دوى ځواکونو هلته شتون نه درلود.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دى اخیستى.
خو د کورنیو چارو وزارت او د کندهار د ولایت مقام د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلی، چې د هېواد د سولې دښمنانو یو ځل بیا عام وګړی په نښه کړی دی.
تېره اونۍ په کندهار ښار کې د یوه ځانمرګی برید له امله، چې پر څلورمې امنیتی حوزې شوى و، یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.