خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/20 0:0کد خبر: 9110

زلمى رسول په یوه رسمی سفر قطر ته ځی

زلمى رسول په یوه رسمی سفر قطر ته ځی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمى رسول قطر هېواد ته رسمی سفر وکړی. دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسى زی د کب په 20مه پژواک خبری اژانس ته وکړې. هغه زیاته کړه، چې زلمى رسول دغه سفر د قطر هېواد په رسمی بلنه ترسره کوی او په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخېزو معاملاتو خبرې وشی. دا چې د دغو خبرو پر مهال به له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو او په قطر کې د هغوى د دفتر د پرانیستلو په اړه هم خبرې ولری، جانان موسى زی یې په اړه څه ونه ویل. طالبانو دوه میاشتې مخکې اعلان کړى و، چې دوى له امریکا سره د (افهام او تفهیم) په موخه په قطر کې د دفتر پرانیستلو ته چمتووالى لری. د افغانستان او امریکا حکومتونو هم له دغه کار سره خپله موافقه ښودلې ده. که څه هم ځینې سرچینې وایی، چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل شوى، خو تر اوسه په رسمی توګه په دې اړه څه نه دی ویل شوی. د سیاسی چارو کارپوه محمدحسن حقیار وایی، چې قطر ته د سفر پر مهال د ډاکتر زلمی رسول د خبرو اصلی موضوع ښایی له وسلوالو طالبانو سره د خبرو کول او په قطر کې د دفتر پرانیستل وی. نوموړى دغه سفر په داسې حال کې مهم بولی، چې په دې وروستیو کې د سولې په برخه کې یو لړ پرمختګونه شوی دی. د حقیار په وینا، د بګرام د زندان چارې افغان ځواکونو ته سپارل او له ګوانتانامو زندان څخه د افغان حکومت د پلاوی لیدنه مهم ګامونه دی، چې ښایی د سولې په لاره کې ګټور ثابت شی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمى رسول په داسې حال کې قطر ته رسمی سفر کوی، چې تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر هم دغه هېواد ته سفر کړى و.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.