خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
امریکا د پاکستان پر همکارۍ بې باروه ده

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هولبروک پرون په لندن کې وویل، چې پاکستان د افغانستان د حکومت له لوری د سولې له هلوځلو سره تر پخوا زیاته همکاری کوی، خو د پاکستان همکاری په هغه اندازه نه ده، چې امریکا یې غواړی.
د پاکستان د پوځ له لوری په سرحدی سیمو کې عملیات د نړیوالو ځواکونو له لوری په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره مهم ګڼل کېږی.
خو عملاً هرڅومره، چې پاکستان په خپله خاوره کې پر طالبانو فشار راوړی په هماغه اندازه په قبایلی سیمو کې مېشتو طالبانو افغانستان ته مخه کړې او د پاکستانی ځواکونو پرځای له افغان او نړیوالو ځواکونو سره جنګېدلی دی.
د افغانستان د امنیتی چارو کارپوهان وایی د پاکستان پوځی عملیات یوازې هغه وخت د افغانستان لپاره ګټور تمامېدای شی، چې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو اډې او مرکزونه له یوې مخې بند کړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.