خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
له افغانستانه د ځواکونو ایستلو خبره ښه نه ده

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د فرانسې دفاع وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو لپاره د نېټې له ټاکلو او یا د دې موضوع له مطرح کولو سره مخالفت وکړ.
دا په داسی حال کې ده، چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما اعلان کړى، چې د راتلونکی کال له جولایه به له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو پیل وکړی.
خو بریتانیا بیا ویلی، چې د 2014 تر پایه به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسی.
د فرانسې دفاع وزیر هیرف مورین وویل، چې له افغانستانه د فرانسوی ځواکونو د ایستلو په باب غږېدل به منفی نتیجې ولری.
فرانسه په افغانستان کې درې نیم زره پوځیان لری، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف په چوکاټ کې فعالیت کوی.
مورین په یوه مرکه کې، چې پرون لا کروکس ورځپاڼې خپره کړې وه، ویلی، چې دوی په افغانستان کې د دوو تښتول شویو فرانسوی ژورنالیستانو د خلاصولو په خاطر د خبرو لپاره څو چاینلونه پرانستی دی.
دادوه فرانسوی ژورنالیستان نژدې اووه میاشتې پخوا د تېر میلادی کال په وروستۍ ورځ له دریو افغان ترجمانانو سره هغه مهال وتښتول شول، چې له تګابه سروبی ته روان و.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.