د مشرانو جرګې غړو په کندهار کې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په غبرګون کې خپله نننۍ غونډه پرېښوده او د نیم ساعت لپاره د اعتراض په ډول د ملی شورا په انګړ کې د واورو پر سر ودرېدل .
وړمه ورځ د کندهار د پنجوایی ولسوالۍ د زنګ اباد په سیمه کې امریکایی ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون 16 ملکی وګړی په خپلو کورونو کې و وژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار د ملی شورا په انګړ کې خبریالانو ته وویل، چې تر هغه به دوى خپل مدنی حرکتونو ته ادامه ورکړی، ترڅو چې د یادې پېښې عاملین د قانون منګولو ته نه وی سپارل شوی.
مسلمیار پر امریکایی ځواکونو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له روسانو څخه یې ناوړه کارونه په افغانستان کې پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه: ((که اړتیا پېښه شی، د افغانستان د ازادۍ لپاره به د خلکو ترڅنګ ودرېږو.))
مسلیمار د افغانستان د ټولو ولایتی شوراګانو له غړو غوښتنه وکړه، چې خپل دفترونه وتړی او د دوى ترڅنګ د خلکو په غم کې ځانونه شریک کړی.
په دغې جرګه کې د کندهار استازی امان الله عظیمی هم د امریکایانو په برید کې د ملکی افغانانو د مرګ ژوبلې د عاملینو لپاره د علنی محاکمې او سختې سزا غوښتنه وکړه.
عظیمی وویل، چې امریکایی ځواکونو د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کې تر ډزو وروسته وژل شوو کسانو ته اور اچولى دى.
هغه زیاتوی: ((دغو کفارو په وار وار په افغانستان کې دغه شان ناروا کړنې ترسره کړې دی.))
په یاده جرګه کې د کندهار استازې رونا ترین هم وویل، دغه اول ځل نه دى، چې امریکایی ځواکونه په افغانستان کې دغه شان بشری ضد کړنې ترسره کوی.
دې هم وویل، چې د یادې پېښې عاملین باید په علنی ډول په افغانستان کې محاکمه شی.
د ترین په وینا، دغه پېښه باید افغان دولت په جدی ډول وڅېړی او له عاملینو سره یې جدی برخورد وکړی.
په دغې جرګه کې د اهل هنود او سکانو استازې انارکلی هنریار هم د کندهار برید په کلکه وغانده او د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
د هنریار په وینا، په کندهار کې او د هېواد په نورو سیمو کې د ملکی وګړو وژل د بشری حقونو له ټولو اصولو او نورمونو خلاف کار دى.
انارکلی وویل، چې مشرانو جرګه هم باید د یادې پېښې د څېړنې په موخه یو پلاوى وټاکی.
تېره ورځ ولسی جرګې هم په کندهار کې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په غبرګون کې خپله دروازه وتړله او په علنی توګه یې د دې پېښې د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر او دفاع وزیر له ولسمشر حامد کرزی سره په تیلېفونی خبرو کې ویلی، چې د یاد برید موضوع به جدی څېړې او عدالت به په کې تامینوی.
د امریکا د ملی دفاع وزیر ویلی، چې د برید عاملینو ته به سزا ورکړل شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: