خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/02 0:0کد خبر: 918

دولسی جرګې یونوماند ووژل شو

دولسی جرګې یونوماند ووژل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله ولسی جرګې ته یو تن نوماند ووژل شو او 19 تنه نور ټپیان شول. چارواکی وایی دغه چاودنه تېره ورځ هغه مهال په یوه جومات کې رامنځ ته شوې چې له خوست ولایت څخه ولسی جرګې ته نوماند مولوی سعیدالله سعید په همدې جومات کې خلکو ته وینا کوله. د خوست د والی ویاند مبارز ځدراڼ ته وویل، چې دغه نوماند په جومات کې ځان ته کمپاین کولو، چې ترممبرلاندې ځاى پرځاى شوى ماین پرې چاودلى. نوموړی وایی، چې په چاودنه کې لومړى 20 تنه ټپیان و چې وروسته مولوی سعیدالله سعید د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې. ځدارڼ زیاتوی، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دی، خو تردې دمه یې په تور څوک نه دی نیول شوی. د خوست د والی ویاند وویل، چې امنیتی تدابیر یې زیات کړی ترڅو نوماندان خپل کمپاین په ډاډه زړه ترسره او په راتلونکی کې ورته ناوړه پېښې رامنځ ته نشی. مولوی سعید چې له خوست ولایت څخه ولسی جرګې ته کاندید و، په افغانستان کې د مجاهدینو شورا مشری هم په غاړه درلوده. که څه هم د چاودنې مسؤولیت تراوسه چا په غاړه نه دى اخیستى خو قربانیان یې ټول عام خلک دی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې هم ولسی جرګې ته یو تن نو ماند د نامعلومه وسله والو له خوا تښتول شوى چې تراوسه یې برخلیک نه دى معلوم. دغه کار ولسی جرګې ته ګڼ نوماندان له امنیتی پلوه په ویره کې اچولی او وایی چې په ډاډه زړه د ځان په ګټه کمپاین نه شی کولاى. څه موده وړاندې په ارزګان ولایت کې هم پارلمانی ټاکنو ته کاندیدانو د کمپاین پرمهال د امنیتی ستونزو څخه سرټکاوه خو د دې ولایت چارواکیو خبر ورکړ ،چې د نوماندانو دکمپاین لپاره یې بشپړ امنیتی ترتیبات نیولی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.