خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/26 0:0کد خبر: 9196

کابل کې د بهرنیو ځواکونو چورلکې راغورځېدو 14 تنه ووژل

کابل کې د بهرنیو ځواکونو چورلکې راغورځېدو 14 تنه ووژل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې پر دوو کورونو د بهرنیو ځواکونو د یوې چورلکې د راغوځېدلو له امله له 12 ترکی پوځیانو سربېره دوه مېرمنې وژل شوی او درې ملکی کسان ټپیان دی. دا چورلکه نن سهار په شاوخوا لس بجو او 30 دقیقو د بګرامیو ولسوالۍ د حسین خېلو په سیمه کې پر دوو کورونو راوغورځېده. د کابل د 101 اسمایی زون د جنایی څېړنو رییس مل پاسوال محمدظاهر پژواک خبری اژانس ته ویل، چې په دې پېښه کې 12 ترکی پوځیان وژل شوی دی. د هغه په وینا، یاده چورلکه د تخنیکی ستونزې له امله د بګرامیو د حسین خېلو په سیمه کې پر کورونو راغورځېدلې ده. خو د کابل د اطفایې عملیاتی امر سمونیار سمیع الله دره یی پژواک ته وویل، چې له دوو کورونو سره د یادې چورلکې د لګېدو له امله دوه مېرمنې هم وژل شوې، دوه نورې مېرمنې او یو ماشوم ټپیان دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په چورلکه کې د 12 وژل شویو کسانو په منځ کې دوه افغان ژباړن هم شامل دی. یوه عینی شاهد عبدالقدوس ځاځی پژواک ته وویل: ((دوه چورلکې روانې وې، چې یوه یې راولوېده، لومړى له کور سره ولګېده او وروسته په بل کور هم وغورځېده.)) هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې دوه د ګاونډیو مېرمنې یې وژل شوی، دوه نورې مېرمنې او یو ماشوم ټپیان دی. نوموړی زیاته کړه، چې د مړو پر تن د ترکیې هېواد اړوند دریشی لیدل کېږی. په کابل کې د ایساف مطبوعاتی دفتر هم یاده پېښه تایید کړې او پژواک ته د یوې خبرپاڼې په رالېږلو سره یې ویلی، چې په دې پېښه کې یې 12پوځیان وژل شوی دی. خبرپاڼه زیاتوی چې د پېښې لامل څېړل کېږی؛ خو لومړنی راپورونه ښیی، چې د چورلکې د راغورځېدلو پرمهال په سیمه کې د مخالفینو کوم فعالیت نه تر سترګو کېده.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.