بېرته
کابل کې د بهرنیو ځواکونو چورلکې راغورځېدو 14 تنه ووژل
د خپرېدو نېټه: 1390/12/26 0:0د خبر شمېره: 9196سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې پر دوو کورونو د بهرنیو ځواکونو د یوې چورلکې د راغوځېدلو له امله له 12 ترکی پوځیانو سربېره دوه مېرمنې وژل شوی او درې ملکی کسان ټپیان دی.
دا چورلکه نن سهار په شاوخوا لس بجو او 30 دقیقو د بګرامیو ولسوالۍ د حسین خېلو په سیمه کې پر دوو کورونو راوغورځېده.
د کابل د 101 اسمایی زون د جنایی څېړنو رییس مل پاسوال محمدظاهر پژواک خبری اژانس ته ویل، چې په دې پېښه کې 12 ترکی پوځیان وژل شوی دی.
د هغه په وینا، یاده چورلکه د تخنیکی ستونزې له امله د بګرامیو د حسین خېلو په سیمه کې پر کورونو راغورځېدلې ده.
خو د کابل د اطفایې عملیاتی امر سمونیار سمیع الله دره یی پژواک ته وویل، چې له دوو کورونو سره د یادې چورلکې د لګېدو له امله دوه مېرمنې هم وژل شوې، دوه نورې مېرمنې او یو ماشوم ټپیان دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په چورلکه کې د 12 وژل شویو کسانو په منځ کې دوه افغان ژباړن هم شامل دی.
یوه عینی شاهد عبدالقدوس ځاځی پژواک ته وویل: ((دوه چورلکې روانې وې، چې یوه یې راولوېده، لومړى له کور سره ولګېده او وروسته په بل کور هم وغورځېده.))
هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې دوه د ګاونډیو مېرمنې یې وژل شوی، دوه نورې مېرمنې او یو ماشوم ټپیان دی.
نوموړی زیاته کړه، چې د مړو پر تن د ترکیې هېواد اړوند دریشی لیدل کېږی.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتی دفتر هم یاده پېښه تایید کړې او پژواک ته د یوې خبرپاڼې په رالېږلو سره یې ویلی، چې په دې پېښه کې یې 12پوځیان وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې د پېښې لامل څېړل کېږی؛ خو لومړنی راپورونه ښیی، چې د چورلکې د راغورځېدلو پرمهال په سیمه کې د مخالفینو کوم فعالیت نه تر سترګو کېده.