خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/12/26 0:0کد خبر: 9197

ویکتوریا نولاندوویل امریکا په افغانستان کې پخلاینې ته ژمنه ده

ویکتوریا نولاندوویل امریکا په افغانستان کې پخلاینې ته ژمنه ده  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویه دا خبرې په داسې حال کې کوی چې طالبان له امریکایانو سره د سولې د خبرو اترو له هغه بهیر نه ووتل، چې واشنگتن یې د پراخولو هڅه کوله. طالبان په دې باور دی چې په جنورۍ کې له امریکا سره پیل شوې خبرې د بندیانو پر تبادلې راڅرخیدې خو په وینا یې امریکا غوښتل چې له دغو خبرو په تبلیغاتی برخه کې ګټه واخلی. دغه راز طالبانوویلی چې په قطر کې د دفتر د پرانیستلو او د بندیانو له تبادلې پرته پر نورو موضوعاتو بحث نه دی شوی. اټکل کېده چې طالبان به د خپلو پنځو غړو په بدل کې چې دا مهال په ګوانتانامو زندان کې بندیان دی یو امریکایی تښتول شوی پوځی خوشئ کړی مېرمن نولاند ټینگار کوی، چې د جوړجاړی په دغه بهیر کې باید افغانان له یو بل سره کښېنی. نوموړی په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلی، چې اوسمهال افغان ځواکونه د کلیو او بانډو امنیت نیولو جوګه شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې ولس مشر کرزی پرون له لیون پانټا سره په خبرو کې په زغرده وویل ، امریکایی ځواکونه باید نور له کلیوالو سیمو ووزی . د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکی په کندهار کې د یوه امریکایی پوځی په ډزو د 16 ولسی وګړو په وژل کېدا سخت ترینګلی شوې دی ولسمشر کرزی له امریکا په جدی توګه د تورن امریکایی پوځی د محاکمه کولو غوښتنه وکړه خو تېره ورځ، امریکا اعلان وکړ، چې تورن پوځی یې له افغانستانه ایستلی دی. حامد کرزی همدا راز ویلی چې افغان ځواکونو ته د امنیتی چارو بهیر باید یو کال مخکې (2013) بشپړ شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.