بېرته
ویکتوریا نولاندوویل امریکا په افغانستان کې پخلاینې ته ژمنه ده
د خپرېدو نېټه: 1390/12/26 0:0د خبر شمېره: 9197سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویه دا خبرې په داسې حال کې کوی چې طالبان له امریکایانو سره د سولې د خبرو اترو له هغه بهیر نه ووتل، چې واشنگتن یې د پراخولو هڅه کوله.
طالبان په دې باور دی چې په جنورۍ کې له امریکا سره پیل شوې خبرې د بندیانو پر تبادلې راڅرخیدې خو په وینا یې امریکا غوښتل چې له دغو خبرو په تبلیغاتی برخه کې ګټه واخلی.
دغه راز طالبانوویلی چې په قطر کې د دفتر د پرانیستلو او د بندیانو له تبادلې پرته پر نورو موضوعاتو بحث نه دی شوی.
اټکل کېده چې طالبان به د خپلو پنځو غړو په بدل کې چې دا مهال په ګوانتانامو زندان کې بندیان دی یو امریکایی تښتول شوی پوځی خوشئ کړی
مېرمن نولاند ټینگار کوی، چې د جوړجاړی په دغه بهیر کې باید افغانان له یو بل سره کښېنی.
نوموړی په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلی، چې اوسمهال افغان ځواکونه د کلیو او بانډو امنیت نیولو جوګه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ولس مشر کرزی پرون له لیون پانټا سره په خبرو کې په زغرده وویل ، امریکایی ځواکونه باید نور له کلیوالو سیمو ووزی .
د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکی په کندهار کې د یوه امریکایی پوځی په ډزو د 16 ولسی وګړو په وژل کېدا سخت ترینګلی شوې دی
ولسمشر کرزی له امریکا په جدی توګه د تورن امریکایی پوځی د محاکمه کولو غوښتنه وکړه خو تېره ورځ، امریکا اعلان وکړ، چې تورن پوځی یې له افغانستانه ایستلی دی.
حامد کرزی همدا راز ویلی چې افغان ځواکونو ته د امنیتی چارو بهیر باید یو کال مخکې (2013) بشپړ شی.