خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/04 0:0کد خبر: 9294

پنځه اربکیان له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شول

پنځه اربکیان له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې پنځه اربکیان له څلور میله وسلو سره ددولت وسلوالومخالفینو ته تسلیم شوی دی. د مارجې ولسوال حاجی عبدالمطلب د وری په 4 مه پژواک خبری اژانس ته وویل چې تېر ماښام د مارجې په سیستانی سیمه کې د خداینور په نوم د اربکیو یو قوماندان له پنځه تنو سره ددولت مخالفینو ته تسلیم شوى ،خو طالبان دتسلیم شویو کسانو شمېر اته تنه ښیی. ولسوال وویل ، چې طالبانو ته تسلیم شوی کسان د سیستانی د سیمې اوسېدونکی وو اودیوې کورنۍ غړی دی،چې له ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ سره یې هیڅ اړیکې نه درلودې او د امریکایی سمندری ځواکونو لخوا په دنده ګومارل شوی وو. نوموړی زیاته کړه، چې په مارجې ولسوالۍ کې د مشترک تر عملیاتو وروسته 14سوه اوپنځوس اربکی او سیمه یزه پولیس په دندو ګومارل شوی و، چې وروسته 6 سوه تنه سیمه یزه پولیسوته جلب شوه او نور یې بې سرپرسته پاتې شول . د هغه په وینا،د مارجې ولسوالۍ په دښتی سیمو کې د طالبانو واک اوس هم شته او یاد کسان دطالبانو د واک ته تللی ،خو دوى یې په اړه پلټنې پیل کړې دی. ولسوال دا هم وویل چې طالبانو ته تللی کسان ټول په نشه یی توکو روږدی هم وو. بلخوا دطالبانو ویاند قاری یو سف احمدی پژواک ته په یوه ټېلېفونی پیغام کې ویلی ،چې اته اربکیان له اته میله وسلو اویوه کرولا موټر سره تېر ماښام ورته تسلیم شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.