خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په افغانستان کې دیوناما ماموریت دیوه کال لپاره وغځول شو

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د یوناما ماموریت دیوه بل کال لپاره وغځاوه.
دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره ورځ په نیویارک کې د خپلې غونډې پر مهال وکړه.
په دغه غونډه کې ،چې دافغانستان په وخت تېره شپه ترسره شوه، د امنیت شورا 15 غړیو په اتفاق سره یاده پرېکړه تایید کړه.
د ملګرو ملتونو له مطبوعاتی دفتر څخه پژواک خبری اژانس ته په یوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې یوناما به په افغانستان کې په ملکی او نړیوال کچه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوی.
د امنیت شورا یو ځل بیا په تاکید سره وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکاریو دفتر ( یوناما) به د افغان دولتی ارګانونو په پیاوړی کولو، د قانون په پلی کولو، د نشه یی توکیو مخنیوی ، د بشری حقوقو او بشری مرستو په برخه کې خپل فعالیت ته ادامه و رکوی.
د امنیت شورا دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مامورینو او کارکوونکیو د امنیت د خوندی کولو غوښتنه هم وکړه.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.