خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/06 0:0کد خبر: 9348

کرزی د نوروز جشن د سیمې د هېوادونو د ګډ کلتور تلپاتې پدیده وبلله

کرزی د نوروز جشن د سیمې د هېوادونو د ګډ کلتور تلپاتې پدیده وبلله - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

ولسمشر حامد کرزی تاجکستان ته په سفر کې وویل، چې د نورز جشن د سیمې د هېوادونو ترمنځ یوه ګډه کلتوری او تلپاتې پدیده ده. هغه خبرپاڼه، چې د جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر له لوری پژواک خبری اژانس ته رارسېدلې، کاږی چې د نوروز نړیوال کنفرانس نن (د وری 6مه) له غرمې مخکې د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان د ولسمشرانو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړ شو. افغان ولسمشر حامد کرزی د نوروز د جشن د نمانځلو د مننې ترڅنګ د تاجکستان د خلکو له مېلمه پالنې څخه هم مننه وکړه، ټولو ته یې د نوی کال مبارکی وویله او زیاته یې کړه: ((خوښ یم چې نوروز سږ کال له تاجک وروڼو او ګرانو مېلمنو سره یوځاى د دوشنبه په ښکلی ښار کې نمانځم.)) نوموړی زیاته کړه، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د نوروز جشن د سمسورتیا او د ژوند د دوام په توګه د لمریز کال په لومړۍ ورځ ترسره کېږی او هغه د یو ولسی دود په توګه نمانځی. ولسمشر حامد کرزی د نورز جشن د سیمې د هېوادونو ترمنځ یوه ګډه کلتوری او تلپاتې پدیده وبلله او د نوروز مخینې ته په اشارې سره یې وویل: ((شاوخوا زر کاله وړاندې زموږ د سیمې په هېوادونو کې خورا اثار د سیمې د خلکو د پېژندنې او تاریخ په اړه په بېلابېلو ژبو تالیف شوی دی، چې د دې دور په ډېرو تاریخی او د خلکو د پېژندنې په اثارو کې د پادشاهانو او امیرانو له خوا د نوروز نوم او په پرتمینو مراسمو نمانځل یې په یادو اثرونو کې ځاى ورکړل شوى دى.)) هغه وویل، دا کار ښیې چې نوروز د یو ملی او ټولنیز جشن په توګه د سیمې د ولسونو او ټولنو ترمنځ ژورې جرړې ځغلولې دی. حامدکرزی زیاته کړه، چې له پخوا زمانو څخه تر ننه، د پښتنو په کلتوری ډګر کې هم د پسرلی او نوروز په باب غزلې او قصیدې ویل شوې دی او خوشحال خان خټک او اولادونو یې د مشرق زمین د دودنو او بیان د رښتینو ساتونکو په توګه په خپلو شعری ټولګو کې، پسرلى او نوروز په شاعرانه انداز ډېر ښکلى بیان کړى دى. د نوروز په نړیوال کنفرانس کې له چین، هند، ترکمنستان، اذربایجان او ازبکستان څخه رسمی پلاویو او د ډېرى نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو استازو هم ګډون کړى دى. د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمن د افغانستان، پاکستان او ایران ولسمشرانو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د نوی کال د مبارکۍ ترڅنګ خوښی څرګنده کړه، چې د سیمې هېوادونه یو ځل بیا د سولې او ارامۍ په چاپېریال کې د نورز جشن نمانځی. نوموړی ویلی: ((زموږ د هېوادونو په هڅو د نوروز جشن د ملګرو ملتونو له لوری د نړیوال جشن په توګه اعلان شو، اوس پر موږ لازمه ده چې د نوروز له پامه لوېدلی دودونه بیا راژوندی کړو.)) د تاجکستان ولسمشر هیله وښوده، چې د نوروز جشن د سیمې هېوادونو لپاره د سولې، خوښۍ او سوکالۍ پیغام وی. همداراز د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د نوروز پیغام د نړۍ د ټولو ولسونو لپاره د یووالی او سولې پیغام دى او په سیمه کې باید د نوروز کلتور ته پراختیا او رنګ ورکړل شی. د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداری هم د پاکستانی ولس په استازیتوب د وینا په ترڅ کې د سیمې ټولو هېوادونو ته د نوروز مبارکی ورکړه. د نوروز د نړیوالې ناستې په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د نوروز نړیوال کنفرانس به په 2013کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد او په 2014کال زېږدیز کال کې په کابل کې جوړ شی. د یادونې وړ ده، چې د دوشنبې ښار د نوروز په نړیوال کنفرانس کې د نندارتون د جوړولو ترڅنګ، هنری او کلتوری پروګرامونه هم نندارې ته وړاندې شول. د یادونې وړ ده، چې ولسمشر حامد کرزى پرون د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو (ریکا) په پنځم کنفرانس کې د ګډون په موخه، تاجکستان ته لاړ. د دې درې ورځنی سفر هدف په ریکا کنفرانس او د نوروز په نړیوال جشن کې ګډون بلل شوى دى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.