خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کرزی د نوروز جشن د سیمې د هېوادونو د ګډ کلتور تلپاتې پدیده وبلله

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه
ولسمشر حامد کرزی تاجکستان ته په سفر کې وویل، چې د نورز جشن د سیمې د هېوادونو ترمنځ یوه ګډه کلتوری او تلپاتې پدیده ده.
هغه خبرپاڼه، چې د جمهوری ریاست د مطبوعاتی دفتر له لوری پژواک خبری اژانس ته رارسېدلې، کاږی چې د نوروز نړیوال کنفرانس نن (د وری 6مه) له غرمې مخکې د افغانستان، تاجکستان، ایران او پاکستان د ولسمشرانو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړ شو.
افغان ولسمشر حامد کرزی د نوروز د جشن د نمانځلو د مننې ترڅنګ د تاجکستان د خلکو له مېلمه پالنې څخه هم مننه وکړه، ټولو ته یې د نوی کال مبارکی وویله او زیاته یې کړه: ((خوښ یم چې نوروز سږ کال له تاجک وروڼو او ګرانو مېلمنو سره یوځاى د دوشنبه په ښکلی ښار کې نمانځم.))
نوموړی زیاته کړه، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د نوروز جشن د سمسورتیا او د ژوند د دوام په توګه د لمریز کال په لومړۍ ورځ ترسره کېږی او هغه د یو ولسی دود په توګه نمانځی.
ولسمشر حامد کرزی د نورز جشن د سیمې د هېوادونو ترمنځ یوه ګډه کلتوری او تلپاتې پدیده وبلله او د نوروز مخینې ته په اشارې سره یې وویل: ((شاوخوا زر کاله وړاندې زموږ د سیمې په هېوادونو کې خورا اثار د سیمې د خلکو د پېژندنې او تاریخ په اړه په بېلابېلو ژبو تالیف شوی دی، چې د دې دور په ډېرو تاریخی او د خلکو د پېژندنې په اثارو کې د پادشاهانو او امیرانو له خوا د نوروز نوم او په پرتمینو مراسمو نمانځل یې په یادو اثرونو کې ځاى ورکړل شوى دى.))
هغه وویل، دا کار ښیې چې نوروز د یو ملی او ټولنیز جشن په توګه د سیمې د ولسونو او ټولنو ترمنځ ژورې جرړې ځغلولې دی.
حامدکرزی زیاته کړه، چې له پخوا زمانو څخه تر ننه، د پښتنو په کلتوری ډګر کې هم د پسرلی او نوروز په باب غزلې او قصیدې ویل شوې دی او خوشحال خان خټک او اولادونو یې د مشرق زمین د دودنو او بیان د رښتینو ساتونکو په توګه په خپلو شعری ټولګو کې، پسرلى او نوروز په شاعرانه انداز ډېر ښکلى بیان کړى دى.
د نوروز په نړیوال کنفرانس کې له چین، هند، ترکمنستان، اذربایجان او ازبکستان څخه رسمی پلاویو او د ډېرى نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو استازو هم ګډون کړى دى.
د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمن د افغانستان، پاکستان او ایران ولسمشرانو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د نوی کال د مبارکۍ ترڅنګ خوښی څرګنده کړه، چې د سیمې هېوادونه یو ځل بیا د سولې او ارامۍ په چاپېریال کې د نورز جشن نمانځی.
نوموړی ویلی: ((زموږ د هېوادونو په هڅو د نوروز جشن د ملګرو ملتونو له لوری د نړیوال جشن په توګه اعلان شو، اوس پر موږ لازمه ده چې د نوروز له پامه لوېدلی دودونه بیا راژوندی کړو.))
د تاجکستان ولسمشر هیله وښوده، چې د نوروز جشن د سیمې هېوادونو لپاره د سولې، خوښۍ او سوکالۍ پیغام وی.
همداراز د ایران ولسمشر محمود احمدی نژاد د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د نوروز پیغام د نړۍ د ټولو ولسونو لپاره د یووالی او سولې پیغام دى او په سیمه کې باید د نوروز کلتور ته پراختیا او رنګ ورکړل شی.
د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداری هم د پاکستانی ولس په استازیتوب د وینا په ترڅ کې د سیمې ټولو هېوادونو ته د نوروز مبارکی ورکړه.
د نوروز د نړیوالې ناستې په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د نوروز نړیوال کنفرانس به په 2013کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد او په 2014کال زېږدیز کال کې په کابل کې جوړ شی.
د یادونې وړ ده، چې د دوشنبې ښار د نوروز په نړیوال کنفرانس کې د نندارتون د جوړولو ترڅنګ، هنری او کلتوری پروګرامونه هم نندارې ته وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر حامد کرزى پرون د سیمه ییزو اقتصادی همکاریو (ریکا) په پنځم کنفرانس کې د ګډون په موخه، تاجکستان ته لاړ.
د دې درې ورځنی سفر هدف په ریکا کنفرانس او د نوروز په نړیوال جشن کې ګډون بلل شوى دى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.