خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/06 0:0کد خبر: 9353

په ارغنداب کې نهه افغان او بهرنی سرتېری او یو ژباړن و وژل شول

په ارغنداب کې نهه افغان او بهرنی سرتېری او یو ژباړن و وژل شول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

چارواکی وایی، چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې نهه افغان او بهرنی سرتېری او یو ژباړن وژل شوی او یو ټپی دى. د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوال حاجی شاه محمد احمدی د وری پر 6 مه پژواک اژانس ته وویل، چې دغه پېښه تېرماښام پر شاوخوا اووه بجو د ارغنداب ولسوالۍ دکوهک غونډۍ په سیمه کې رامنځ ته شوه. د هغه په وینا، پېښه د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې یې د دوو قوماندانانو په ګډون څلور سیمه ییز پولیس، درې ملی پولیس، یو بهرنى سرتېرى او یو افغان ژباړن وژل شوی او یو ملی پولیس ټپی شوى دى. نوموړی زیاته کړه، چې افغان او بهرنی ځواکونه په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې د سړک د غاړې ماین چاودنه پرې وشوه. د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال رحمت الله اطرافی د پېښې پخلى وکړ، خو په اړه یې نور معلومات ورنه کړل. په سیمه کې ایساف ځواکونو هم تر دې مهاله د دغه پېښې په اړه څه نه دی ویلی. د کندهار ولایت د مطبوعاتی دفتر مسوول زلمی ایوبی پژواک ته وویل چې تېره شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډې ګزمې ماینونه کشف کړی و ، چې دشنډولو پر مهال پرې درنه چاودنه وشوه. د هغه په وینا، په دې چاودنه کې درې ملی پولیس، درې سیمه ییز پولیس، دوه دملی اردو سرتېری ، یو بهرنى سرتېرى او یو افغان ژباړن وژل شوی دی. د یادې شوې پېښې مسوولیت وسلوالو طالبانو منلى او د دوى یوه ویاند قاری یوسف احمدی پژواک اژانس ته وویل، چې په پېښه کې دوه بهرنی سرتېری،د دوو قوماندانانو په ګډون څلور سیمه ییز پولیس، درې ملی پولیس او یو افغان ژباړن وژل شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.