خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/01/10 0:0کد خبر: 9421

د اشرف غنی له ورتګ سره سم په ګردیز کې چاودنه وشوه

د اشرف غنی له ورتګ سره سم په ګردیز کې چاودنه وشوه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

چارواکی وایی، چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې درې پولیس ټپیان شول. دا په داسې حال کې ده، چې نن (د وری 10 مه) افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد پروسې د کمېسیون مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزى هم پکتیا ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد په تړاو د مشورو په موخه تللى دى. د پکتیا د والی د دفتر رییس حشمت یوسفی وویل، چې دغه پېښه نن سهار اوه نیمې بجې د ګردېز ښار اړوند د خټاوې په سیمه کې رامنځ ته شوه. د هغه په وینا، پولیس په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې د سړک غاړې د ماین چاودنه پرې وشوه او درې پولیس په کې ټپیان شول. نوموړی زیاته کړه، چې ټپی پولیس یې د ګردېز ملکی روغتون ته وړی او دغه راز په پېښه کې د هغوى رینجر موټر هم ویجاړ شوى دى. یوسفی وویل: ((نن مو د اشرف غنی احمدزی د راتګ په موخه په ټول ښار کې امنیتی تدابیر نیولی وو، چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.)) د پکتیا د عامې روغتیا رییس ډاکټر خان اغا میاخېل وویل، چې دوى ته له پېښې درې ټپی پولیس ور وړل شوی دی. د هغه په وینا، په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ و او هغه یې د 203 تندر قول اردو روغتون ته لېږدولی دی.
  • منبع: آژانس خبری ایرکا
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.